
د کام ایر شرکت رییس زمري کامګار بي بي سي ته وویل، چې یوازې کام ایر شرکت د یوه امریکايي قرارداد په بولۍ کې ګډون کړی و، چې بریالی نه شو.
د امریکا له لوري د کام ایر په تورنولو سره د دغه شرکت نوم د امریکا د پوځ په تور لست کې شامل شو، چې تر دې وروسته دغه شرکت له امریکايي پوځ څخه هېڅ کوم قرارداد نه شي اخیستی.
ویل کېږي، چې د تاجکستان له لارې له افغانستانه قاچاق کېدونکي نشه يي توکي روسیې، اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته په قاچاقي ډول لېږدول کېږي.
د امریکا پوځ پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې تر دې وروسته به د افغانستان د هوايي چلند له یوه خصوصي شرکت سره څکه راشه درشه ونه کړي، چې په وینا یې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري .
د کام ایر شرکت رییس زمري کامګار بي بي سي ته وویل، چې یوازې کام ایر شرکت د یوه امریکايي قرارداد په بولۍ کې ګډون کړی و، چې بریالی نه شو:
''موږ له هېڅ ځایه کوم رسمي مکتوب یا لیک نه دی راغلی، کله چې راغی موږ به د خپلو قانون پوهانو په مټ دفاع وکړو. که چېرې دا موضوع همداسې وي، موږ باید ور وغواړي او پوښتنې ګروېږنې رانه وکړي.''
د ښاغلي کامګار په وینا، د دغه قرارداد له مخې، باید بریالي شوي هوايي شرکت د افغانستان پولیس او ملي اردو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولي وای.
دی وايي چې د کام ایر له حقوقي ډلې سره په سلامشورې سره، د دغه شرکت د حیثیت د اعادې غوښتونکی دی.
خو په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي، تر پلټنو وروسته یې د مرکزي قوماندې مرکز ته خپل راپور استولی دی.
له همدې کبله، د امریکا پوځ په روانه میاشت کې له کام ایر هوايي شرکت سره د یوه قرارداد له لاسلیکولو ډډه کړې ده.
"موږ پلټنه وکړه، د هغې پایلې مو مرکزي قومندانۍ ته واستولې. د مرکزي قومندانۍ مشر د هغو معلوماتو له مخې، چې په دې پلټنه کې برسېره شول، خپلو قراردادیانو ته لارښوونه وکړه چې له کام ایر سره راشه درشه ونه کړي."
ایساف
خو ایساف وايي چې په دې موضوع کې له خپل دریځه دفاع کوي.
ایساف زیاتوي، چې د کام ایر د دغې موضوع په اړه تر پلټنې وروسته دا پرېکړه وشوه.
که څه هم د ایساف یوه ویاند لستر کارول بي بي سي ته د ډېرو مالوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو وویل له هغو کسانو سره راکړه ورکړه نه کوي، چې ناقانونه کارونه کوي:
''موږ پلټنه وکړه، د هغې پایلې مو مرکزي قومندانۍ ته واستولې. د مرکزي قومندانۍ مشر د هغو معلوماتو له مخې، چې په دې پلټنه کې برسېره شول، خپلو قراردادیانو ته لارښوونه وکړه چې له کام ایر سره راشه درشه ونه کړي.''
پر کامیر ایر د نشه يي توکو د قاچاق تور داسې مهال لګول کېږي، چې څه موده وړاندې له دولتي (د آریانا هوايي شرکت) سره د کام ایر د یوځای کېدو ګنګوسې خپرې شوې وې.












