
شهزاده هیري وايي له افغان اورپکو سره جنګېدلی
د برتانیا سلطنت ته درېیم ولاړ، شهزاده هيري په افغانستان کې له څلور میاشتني عسکري خدمت وروسته بېرته کور ته روان دی.
دی هلته د جنګي چورلکي پیلوټ و.
نوموړي په کمپ بستین کې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي وو، چې په طالب جنګیالیو یې ډزې کړې دي.
شهزاده هیري ویلي، چې "په افغانستان کې له طالبانو سره جنګېدلی او پر هغوی یې ډزې هم کړې دي."
نوموړي بي بي سي ته ویلي، چې د اباچي الوتکې مرستیال پیلوټ و او "او د جګړې پرمهال یې ډزې هم کړي دي."
پوځي ماموریت
برتانیا په افغانستان کې د شهزاده هیري د شتون خبره د هغه د امنیت له کبله پټه ساتلې وه.
شهزاده هیري ویلي، چې د افغانستان په پوځي ماموریت کې یې د یوه عادي پوځي په څېر ژوند درلود.
دا د برتانیا د واکمنې کورنۍ دویم شهزاده دی چې له هېواد بهر په جګړه کې برخه اخلي.
وړاندې شهزاده اندرو هم د فوکلانډ ټاپوګانو جګړه کې د ارجنټاین پرضد جنګېدلی دی.
شهزاده هیري په ۲۰۰۸ کال کې هم اته اوونۍ په افغانستان کې پوځي ماموریت کړی دی.
شهزاده هېري چې د شهزاده چارلز او ملکې ډيانا زوى دى.












