
د ښاغلي پنېتا په وینا، د امریکا او افغانستان ترمنځ رغول شوي اړیکي به پرې نه شي.
افغان ولسمشر حامد کرزي د امریکا د دفاع وزارت له چارواکو سره په خبرو کې وویل، په دې درې ورځني سفر کې ډاډمن دی، چې له واشنګټن سره به د امنیتي تړون پر سر خبرو کې یوې موافقې ته ورسېږي.
ښاغلي کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ (جنوري لسمه) له دفاع وزیر لیون پنېتا سره په خبرو کې وویل، هېواد یې ډېر ژر د خپل امنیت د نیولو جوګه کېدونکی دی.
حامد کرزی چې د خبرو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو واشنګټن ته د دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سر خبرو لپاره تللی، د جمعې په ورځ له ولسمشر بارک اوباما سره لیده کاته لري.
دفاع وزیر له کرزي سره په خبرو کې ویلي، چې واشنګټن او کابل په افغانستان کې د ملي حاکمیت او امنیت د ټینګولو لپاره هلې ځلې کوي.
د ښاغلي پنېتا په وینا، د امریکا او افغانستان ترمنځ رغول شوي اړیکي به پرې نه شي.
پر همدې مهال، امریکا په تېره سې شنبې اعلان وکړ، چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ کال تر پایه د خپلو ټولو پوځيانو ایستل به وارزوي.
ښاغلی اوباما هوډ کړی و، چې د راتلونکي کال تر پایه له افغانستانه د خپلو ۶۶ زرو پوځيانو ډېره برخه خپل هېواد ته ستنه کړي.
تر دې مخکې، ځینو امریکايي چارواکو ویلي وو، چې په افغانستان کې د درې تر نهو زرو امریکايي پوځيانو د پاتې کېدو غوښتونکي دي.
وړاندې حامد کرزي ویلي وو، که چېرې امریکا د افغانستان مشروع غوښتنې ومنلې، او ددغه هېواد ګټې یې په پام کې ونیولې، امنیتي تړون به ورسره لاسلیک کړي.












