
د اړوندو ادارو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په روان کال کې شاو خوا ۷۰۰ د تاوترخوالي پېښې د عدلي او قضايي ادارو لخوا څېړل شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۸ سلنه ډېر شوی دی.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ښځو د برخې مشره ثریا صحبرنګ د ښځو د ناوړه حالت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې ډېرې دغه پېښې د افغانستان په شمال او سویل لویدیځ کې ترسره شوي دي.
خو د افغانستان د ښځو چارو وزارت شمېرې بیا د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له شمېرو سره تو پیر لري او دغه شمېرې لږ ښیي.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله سیده مژګان مصطفوي وايي، په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېری عاملین نیول شوي او محکمه شوي هم دي خو ځینې يی له هېواده بهر په تېښته بریالي شوي دي.
خو له دې سره سره د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په ناامنو سیمو کې ثبت شوي دي.
د اړوندو ادارو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په روان کال کې شاو خوا ۷۰۰ د تاوترخوالي پېښې د عدلي او قضايي ادارو لخوا څېړل شوي دي.












