
د افغانستان کرنې وزارت د کابل ولايت د کرنيز جوړښت د پرمختيا او پياوړتيا په موخه ٣٠٠ پروژې پيلوي.
اړوند چارواکي وايي سړخونو جوړول، نوي باغونه رامنځ ته کول، اصلاح شوي تخمونه ويشل، د کرنيزو افتونو پر وړاندې مبارزه کول او د نوې کرنيزې ټکنالوژۍ دودول هم د دغو پروژو له ټولګې څخه دي.
د دغو پروژو پر بشپړولو به تر ١٥ ميلیونو ډالرو لګښت وشي او په پام کې ده چې کارونه يې په راتلونکي لمريز کال کې پيل شي.
د افغانستان کرنې وزارت وايي تر اته مياشتنيو هڅو وروسته ايله په دې وتوانېدل چې د روان لمريز کال لپاره د کابل ولايت پرمختيايي کرنيزه تګلاره پلې کېدو ته چمتو کړي.
اړوندو چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په دې ترڅ کې به تر ٣٠٠ ډېرې کرنيزې پرمختيايي پروژې پلي شي.
په دغو پروژو به ١٥ اعشاريه ٤ ميلیونه ډالره لګښت وشي. دا لګښت د کرنې وزارت له پرمختيايي بودجې کېدونکى دى.
د کابل ولايت د کرنې او مالدارۍ د برخې مشر حشمت الله عنايت وايي د کابل د اړوندو سيمو اوبه او هوا په پام کې نيول شوي او بيا ورته جوړې پروژې په ګوته شوې دي.
ښاغلي عنايت وويل سړخونو جوړول، نوي باغونه جوړول او د اوس مهالو کرن توکيو دودول هم له له دغو پروژو دي.
ښاغلي عنايت د سړخونو يادونه وکړه چې يوازې د کابل نه بلکې د ټول افغانستان د کروندګرو، بڼوالو او څاروي ساتونکو غوښتنه ده.
يو شمېر افغانان وايي د حاصلاتو پر مهال د دوى کرنيز توکي په کښته بيه ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول کېږي او چې موسم تېر شي بېرته يې افغانستان ته په لوړه بيه را استوي.
ښاغلي عنايت وويل دوى به په ۱۴ ولسواليو کې ٢٠ وړې سړخونې جوړوي، او درې داسې لويې سړخونې هم د تګلارې برخې دي چې هر يوه به يې ٥ زره ميټيرک ټنه کرنيز توکي ځايوي.
افغانستان کرنيز هېواد بلل کېږي خو يو شمېر کارپوهان وايي په تېره لسيزه کې دې برخې ته هومره پام نه دى شوى چې په کار و.
دوی وايي د دغه هېواد کرنې اوس مهاله بڼه نه ده غوره کړې او نه د مځکو د خړوبولو په برخه کې اړين کار شوى دى.















