
د وزیرانو په کچه د افغانستان، ترکیې او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې به له افغانستان سره د ترکیې او پاکستان له تجربو ګټه واخیستل شي.
ترکیه د هوايي چلند په برخه کې افغان ځوانانو ته روزنه ورکوي. د افغانستان د ترانسپورت وزیر ډاکتر داوود علي نجفي او د فوائد عامې وزیر نجیب الله اوژن په دې تړاو د ترکیې او پاکستان له اړوندو چارواکو سره خبرې کړې دي.
د افغانستان د ترانسپورت وزیر وايي ترکیې ژمنه کړې چې له ۱۰ تر ۱۵ افغانانو ته به د هوايي چلند په برخه کې ۱۸ میاشتنۍ زده کړې ورکړي. دغه راز په افغانستان کې د ښاري ترانسپورت سره د مرستې لپاره به یو شمېر ترک کارپوهان هم افغانستان ته راشي.
د ترانسپورت د وزیر په وینا، ترکیې ژمنه وکړه چې د دغه پروسې د پیل لپاره به له ۱۰ نه تر ۱۵ پورې افغان ځوانان د ۱۸ میاشتو لپاره د ترکیې په عالي تحصیلي مرکزونو کې وروزي.
دغه راز موافقه وشوه چې په راتلونکي کې به د افغانستان د ښاري ټرانسپورت په برخه کې د ترکیې یو شمېر متخصصین افغانستان ته راشي او په دې برخه کې به له افغانانو سره مرسته وکړي.
په دې دوه اړخیزو او درې اړخیزو کتنو کې له ترکیې څخه د ایران او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د غزولو، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغان کدرونو د روزنې په اړه خبرې وشوې.
د وزیرانو په کچه د افغانستان، ترکیې او پاکستان په دری اړخیزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې به له افغانستان سره د ترکیې او پاکستان له تجربو ګټه واخیستل شي او په دې برخه کې به له افغانانو سره مرسته او همکاري وشي.
د افغانستان او ترکیې چارواکو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لاسلیک شوې موافقتنامې په چوکاټ کې به ترکیه د هوانوردۍ د مصوونیت او امنیت په برخه کې یو شمېر افغان ځوانانو ته په دغه هېواد کې روزنه ورکوي.













