
د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي د محمد اسمعيل خان اسيضاح ته اړين لاملونه نه شته
د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير محمد اسمعیل د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر۳ مه) ولسي جرگې ته د استیضاح لپاره ور غوښتل شوی و.
نوموړي د جرګې دغه استیضاح ته ورغی او له سختو نیوکو سره مخامخ شو.
د ولسي جرګې استازو په دې استیضاحیه غونډه کې، پر اسمعیل خان په لوېديځه حوزه کې د وسلو د وېش تورونه ولګول، او ستره نیوکه یې دا وه چې د وزارت په بودیجه کې پاتې راغلی دی.
خو نوموړي دا ټول تورونه رد کړل، او د جرګې له لوري د هغه د بې واکه کېدو سبب نه شول.
د نوموړي د استیضاح کېدو لپاره ۶۷ وکیلانو لاسلیکونه کړي وو.
د نوموړي د استيضاح خبره راپورته کېدل له څو ورځو راهيسې د يو شمېر رسنيو سرليکونه جوړوي، د ياد شوي وزارت د بوديجې لگولو په برخه کې انگيرل شوې کمزوري او د افغانستان د مجاهدينو د شورا جوړولو په اړه څرگندونې د ښاغلي محمد اسمعیل د استيضاح له لاملو شمېرل کېږي.
په ولسي جرگه کې د کندهار د خلکو استازې شکيبا هاشمي يوه له هغو ده چې د اوبو او بريښنا د وزير د استيضاح په موخه يې لاسليک کړى دى.
اغلې هاشمي وايي چې نوموړي د مجاهدينو د شورا جوړولو هوډ کړې هغه څه چې د کندهار د دغې استازې په وينا له ملي گټو سره په ټکر کې راځي.
اغلې هاشمي وايي چې د وگړو د قانون د طرحې له مخه هيڅ حکومتي کارکونکى د دغه راز بنسټونو جوړولو حق نه لري او په وينا يې همدغه د محمد اسمعیل د استيضاح بنسټيز لامل دى.
خو د اوبو او بريښنا وزير مخکې ويلي وو، چې د مجاهدينو د شورا په اړه د هغه خبرې ناسمې تعبير شوي دي او هغه گواکې د وسلوالو ډلو جوړولو مخالف دى.
بله غاړه د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي چې د محمد اسمعيل خان اسيضاح ته اړين لاملونه نه شته.
"فضل الرحمن اوريا دغه راز برخيلک سره د محمد اسمعيل خان مخامخ کېدنه د ولسمشر حامد کرزي له سياسي تکتيکونو گڼې"
په ولسي جرگه کې د هرات د خلکو استازى قاضي نطير حنفي انگيري چې گواکې د اوبو او بريښنا وزير د يو شمېر سياسي سيايلو له کبله استيضاح کېږي.
د ولسي جرگې يو شمېر غړي چې د محمد اسمعيل خان د استيضاح په موخه يې لاسليکونه کړي وايي، نا پيژندل شوي کسان ورته تيلفونونه کوي او ترې غواړي چې خپل لاسليکونه بېرته واخلي.
د کندهار د خلکو استازي شکيبا هاشمي خو ان دا ادعا هم کړې چې گواکې د پارلماني چارو وزارت هم گواکې له يو شمېر استازو نه غوښتي وو چې د محمد اسمعيل خان له استيضاح تېر شي.
سره له دې چې يو شمير نورو جهادي مشرانو هم په تېر کې د مجاهدينو د وسلوال کېدو خبرې کړې دي خو هغوى له دغه راز برخليک سره نه وو مخامخ شوي.
د سياسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوريا له دغه راز برخيلک سره د محمد اسمعيل خان مخامخ کېدنه د ولسمشر حامد کرزي له سياسي تکتيکونو گڼي.
خو پوښتنه دا ده که ولسي جرگه د اوبو او بريښنا وزير بې واکه کړي له څه وړ برخيلک سره به مخامخ شي؟
يو شمېر کارپوهان وايي چې محمد اسمعیل خان د ولسمشر کرزي د ډلې کس دى نو که بې واکه شي ښايي ولسمشر يې پر بله ورته دنده وگماري او بيا يې ولسي جرگې ته د رايي لپاره ور وپيژني.












