
د افغانستان په زندانونو کې ۲۵۰ کسان د ولسمشر له لوري د اعدام په اړه توشیح ته انتظار باسي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پر ۱۶ تورنو کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی.
دا په تېرو څلو کلونو کې لومړی ځل دی، چې ولسمشر کرزی په یو ځل پر دومره ګڼ شمیر زندانیانو د اعدام حکم لاسلیکوي کوي.
د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغو شپاړلس زندانیانو کې هغه کسان شامل دي، چې د قتل، تښتونې، ترهګرۍ او نورو جرمونو په تور نیول شوي او ښکېل دي.
دغې سرچینې دارنګه وویل، چې ښايي پر اعدام د محکومو شوو زندانیانو د حکم پلې کېدل په همدې اوونۍ کې پیل شي.
خو یوې بلې سرچینې هم بي سي ته وویل، د هغو زندانیانو شمېر چې ولسمشر کرزي یې دا عدام حکم توشیح کړی، ۲۲ تنه دي خو دا یې په ډاګه نه کړه، چې کله پرې د اعدام حکمونه پلې کېږي.
په تېرو یولسو کلنو کې پر ۲۸ زندانیانو د اعدام حکمونه پلی شوي خو لاهم نژدې ۲۵۰ داسې زندانیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، چې درې واړو محکمو پرې د اعدام حکمونه کړي، خو کلونه کېږي، چې د ولسمشر توشیح ته انتظار باسي.
"د اعدام په څېر سختو سزاوو ورکړې ته له دې کبله هم د شک په سترگه کتل کېږي چې لا هم د افغانستان عدلي او قضايي سيستم کمزورى بلل کېږي او داسې ادعاوې هم شته چې فساد په کې ډېر پراخ دى."
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، ولسمشر کرزي د اعدام په حکمونو کې له ډېر احتیاط نه کار اخلي وايي یو لامل همد دا دی چې ولسمشر د اعدام په حکمونو کې ژر پرېکړنه کوي.
دغه حکم له هغه وروسته راځي چې يوې پوځي محکمې د عبدالصبور په نامۀ د افغان پوځ يوۀ سرتېري پر قضيې استئناف يا بياغور غوښتنه رد کړه.
دغه عسکر ته په تېره جنورۍ کې د څو تنو فرانسوي عسکرو د وژلو له کبله د اعدام سزا اورل شوې ده.
که څه هم ولسمشرحامد کرزى د اعدام حکم پلي کولو پلوی نه دى، خو دا د خلکو غوښتنه ده چې بايد هغوکسانو ته سخته سزا ورکړي چې پر ښځو او ماشومانو تېري کوي، خلک يرغمل کوي او خلک وژني.
ډېر کله د افغانستان پر عدلي او قضايي سيستم او امنيتي اورگانونو نيوکه کېږي چې گواکې له سزا پرته دغه ډول مجرمين پريږدي.
بل لور د اعدام په څېر سختو سزاوو ورکړې ته له دې کبله هم د شک په سترگه کتل کېږي چې لا هم د افغانستان عدلي او قضايي سيستم کمزورى بلل کېږي او داسې ادعاوې هم شته چې فساد په کې ډېر پراخ دى.












