
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د افغان سکانو او هندوانو ډېرې کورنۍ نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول هندوستان ته کډه شوې دي.
افغان هندوان او سکان وايي، په کابل کې سیمه ییزو اوسېدونکو یو ځل بیا د دوی د مړو سوځلو مراسم ویجاړ کړل.
د کابل په قلعه چه سیمه کې هندوان او سکان د مړو سوځولو ځای شمشان لري خو له تېرې یوې لسیزې راهیسې د دغې سیمې اوسېدونکي په دې ځای کې د یادو مراسمو له تر سره کېدو سره مخالفت کوي.
افغان هندوان او سکان پر دولت له دې امله نیوکه کوي او د خپلو یادو مراسمو د تر سره کېدو لپاره ور څخه د نوي ټاکل شوي ځای د ژر تر ژره چمتو کولو غوښتنه کوي.
لسګونه افغان هندوان او سکان وروسته له هغې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د اعتراض په ډول را ټول شول، چې د دوی د مړو سوځولو مراسم له خنډ سره مخ شول.
دوی وايي، د یوې مېرمنې مړی یې د کابل په قلعه چه سیمې کې خپل شمشان یا مړو سوځولو ټاکلي ځای ته یووړ، چې د یادې سیمې اوسېدونکو ورته د دغو مراسمو اجازه ور نه کړه او په خبره یې د دوی د اورسپارښت مراسم یې ویجاړ کړل.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد ټول اوسېدونکي، که په هر قوم او هر مذهب پورې تړلي وي، یو شان حقوق لري، خو دغه افغانان وايي، د دوی پر حقونو تېری کېږي او ان د مړو په مراسمو کې یې هم حقونه تر پښو لاندې کېږي.
کابل مېشتي هندوان مړو سېځلو ته ځای غواړي

د افغانستان پلازمېنه کابل کې افغان هندوان یوځل بیا د مړي سوځولو پرمهال د ځايي افغانانو له لوري ددوی په وینا ځورول شوي او مړي سېځلو ته نه دي پرېښودل شوي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
سکان او هندوان د افغانستان په اوسني حکومت کې استازي هم لري.
شام لال بتیجا په اقتصادي چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار دی او انار کلي هنریار د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړې ده.
اغلې هنریار وايي، دولت د دوی د مړو اورسپارښت مراسمو لپاره نوی ځای ټاکلی دی، خو لا تر اوسه چمتو نه دی او له همدې کبله دوی اړ دي، چې د اوس مهال لپاره په خپل زاړه ځای کې دغه مراسم تر سره کړي.
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د افغان سکانو او هندوانو ډېرې کورنۍ نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول هندوستان ته کډه شوې دي.
افغان حکومت سږکال د دوی د اورسپارښت مراسمو لپاره په کابل کې کابو ۶۸ جریبو کې نوی ځای ځانګړی کړی، خو تر اوسه لا چمتو شوی نه دی.












