
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي انگېري چې دا شخړه سيمه ییز رنگ لري.
د غور ولايت د سولې د شورا په سپارښتنه د هغه ولايت قامي مخور او ديني پوهان د هغو ۱۳ کسانو د خوشې کولو په موخه د حکومت له مخالفانو سره خبرې پيلوي چې اوړمه ورځ د ياد شوي ولايت په چار سده ولسوالۍ کې پرغمل شوي وو.
يرغمل شوي کسان د مرکز چغچغران له کلمين سيمې فارياب ته روان شوي وو چې له هغه ځايه د اختر د لومړۍ ورځې په ځانمرگي بريد کې د وژل شوي کس مړى خپلې سيمې ته ولېږدوي.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي انگېري چې دا شخړه سيمه ییز رنگ لري او هغه په دې توگه چې سږ کال د چارسدې ولسوالۍ درې تنه وژل شوي و چې تور يې د کلمين پر اوسېدونکو لگېدلى و.
د غور سيمه ییز چارواکي وايي دغه ۱۳ کسان د ولايت د مرکز چغچران د يوې اړوندې سيمې کلمين اوسېدونکي دي.
دوی وايي دغه شمېر کسان په دې موخه فارياب ته روان شوي وو، چې له هغه ځايه د اختر د ورځې په ځانمرگي بريد کې د خپلې سيمې د وژل شوي تن مړى خپل ولس ته ولېږدوي، خو د ياد شوي ولايت د چارسدې ولسوالۍ په کورگين سيمه کې د چارواکو په وينا د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا ونيول شول.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي وويل نن به د ولايت د سولې د شورا په سپارښتنه يو شمېر قامي مخور او ديني عالمان د نيول شويو کسانو د پرېښودلو په موخه د حکومت له مخالفانو سره خبرې پيل کړي.
ښاغلى خطيبي هيله من و چې دا خبرې به بېړنۍ گټوره پايله ولري.
د غور سيمه ییز چارواکي وايي نه پوهېږي چې په کره ډول به د دغو ۱۳کسانو د برمته کولو لامل څه وي، خو د سيمه ییز و خلکو د څرگندونو پر بنسټ يې وويل چې ستونزه سيمه ییزې جرړې لري.
دا کيسه يې داسې وکړه چې څو مياشتې مخکې د چارسدې ولسوالۍ درې تنه زده کونکي وژل شوي وو چې تور يې د چغچران د کلمين پر يو شمېر اوسېدونکو پورې شوې و.
چارواکي وايي چې بيا د دواړو غاړو ترمنځ جرگه وشوه او د اسلامي شريعت په رڼا کې د وژل شويو کسانو ديعت وټاکل شو، خو وايي دا چاره په کره ډول پر مخ نه ولاړه او ستونزه پر ځاى پاتې شوه.
چارواکي زیاتوي اوس چې د کلمين خلک د چارسدې ولسوالۍ له لارې تېرېدل يرغمل شول.












