راسموسن:اوږد مهال کې له افغانستان سره ژمن یو

د خپريدو وخت: 13:42 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

نړېوال به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي راسموسین

له هغو ګنګوسو څو اوونۍ وروسته چې ګواکې د ناټو ځينې غړي هېوادونه افغانستان له ټاکل شوي مهال وېش نه وړاندې پرېږدي، د ناټو سازمان مشر له يوه لوړپوړي پلاوي سره افغانستان ته سفر وکړ.

د ده د سفر موخه د دغو اندېښنو لرې کول او افغان حکومت ته پر خپل وخت له بهرنيو ځواکونو نه افغان هغو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد په اړه د ډاډ ورکول وو.

اندرس فو راسموسن په ټينګار سره وویل، چې سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، خو نړېوال به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د نوموړي په خبره" د ايساف ټول ۵۰ غړي هېوادونه په اوږد مهال کې له افغانستان سره ژمن دي. غواړم ووايم چې زموږ ستراتيژي اغېزمنه او پر خپل ځای ده. زموږ پوځي ماموريت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختمېږي او پر ځای يې زموږ نوی ماموريت چې تمرکز يې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه ده، پېلېږي."

ښاغلي راسموسن زياته کړه افغان امنيتي ځواکونه په ځان بسيا کېدو ته نژدې دي او همدا اوس ۸۰ سلنه عمليات او ۸۵ سلنه روزنه پخپله پر مخ بيايي.

۲۰۱۴ هغه کال دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې هم په کې ترسره کېږي او د دغو دواړو پروسو يو ځای کېدو د خلکو ترمنځ يو لړ اندېښنې راټوکولي دي.

ولسمشر حامد کرزي د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د ملګرو ملتو د دوو بهرنيو استازو په شتون نیوکه وکړه.

دوی فکر کوي چې ښايي دغه مهال ګډوډي رامنځته شي او د ولسمشرۍ ټاکنې په خپل وخت ترسره نه شي.بل خوا يو شمېر سياسي ګوندونه د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې مخکې د انتخاباتو په قانون او د کمېسيون په تشکیلاتو کې د بدلون غوښتونکي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د ملګرو ملتو د دوو بهرنيو استازو شتون ان ولسمشر حامد کرزی هم هڅولی چې پر وړاندې يې دريځ ونيسي.

ښاغلي کرزي له انرس فو راسموسن سره خبري کنفرانس کې د يوې پوښتنې په ځواب کې د دغو دوو بهرنيو استازو پر شتون نيوکه وکړه او هغه يې د افغانستان د ملي حاکميت سره په ټکر کې وبلل. ولسمشر کرزي وویل" خپلواک افغانستان، د اساسي قانون لرونکی افغانستان، د ملي حاکميت لرونکی افغانستان د ټاکنو په پروسه کې د بهرنيانو شتون ته اړتيا نه لري. البته بهرني څارونکي کولی شي افغانستان ته راشي او د انتخاباتو د بهير څارنه وکړي او د دغه بهير د روڼوالي او غير شفافيت په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو د ټاکنو په پروسه کې د هغوی مداخله د افغانستان د ملي حاکميت پر ضد دی."

"زموږ پوځي ماموريت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختمېږي او پر ځای يې زموږ نوی ماموريت چې تمرکز يې د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه ده، پېلېږي."

اندرس فو راسموسن

خو د افغانستان ډېری سياسي ډلې د شکايتونو د اورېدو په کمېسيون کې د دوو بهرنيو استازو شتون د ټاکنو د روڼوالي او د درغليو د مخنيوي لپاره مهم بولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ته په نژدې کېدو د وسله والو مخالفينو فعاليتونه هم د هېواد په يو شمېر برخو کې تر پخوا زيات شوي، چې افغان چارواکي يې پړه پر ګاونډيو هېوادو ورغورځوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په دغه کنفرانس کې د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د پلي کېدو لپاره له اورپکۍ ګټه پورته نه کړي.

د ښاغلي کرزي په خبره "د اورپکو، پاکستاني طالبانو او افغاني طالبانو د تګ راتګ معامله د هغو پټنځايونو پايله ده چې زموږ په ګاونډي او ورور هېواد کې دي. په تېرو څو کلونو له دغو ځايونو د افغانستان ښوونځي، زده کوونکي، ښوونکي، ديني عالمان، مخور او حکومتي مسوولين تر بريد لاندې وو. درې يا څلور کاله وړاندې دغه بهير په پاکستان کې هم پيل شو. هيله من چې دغه تريخ حقيقت ومنو او د يوې وسيلې په توګه له اورپکۍ ګټه اخيستل د پاکستان په خېر نه دي، بلکې د پاکستان په شر تمامېږي."

افغان چارواکو په وار وار خپل يو شمېر ګاونډي هېوادونه تورن کړي چې ګواکې له هغو وسله والو سره خواخوږی لري چې په افغانستان کې پر ناټو او افغان ځواکونو بريدونه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>