
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، اوس هم کابو ۵۰۰ لارۍ درول شوې دي.
د ایران حکومت د افغان سوداګرو یو شمېر هغو لاریو ته افغانستان ته د تلو اجازه ورکړې، چې له کابو دوو اونیو راهیسې په ایران کې درول شوې وې، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو په خبره سلګونه بار لارۍ اوس هم په دغه هېواد کې درول شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، دغه کار په ورځني ډول د افغانستان دولت ته په میلیونو افغانۍ تاوان اړوي.
له بلې خوا د افغانستان مالیې وزارت وايي، د نړیوالو له خوا پر ایران لګېدلي بندېزونه د افغانستان د ګمرکي عوایدو د کمېدو لامل شوي دي.
د دغو درول شوو افغاني لاریو شمېر کابو دوو زرو ته رسېده چې د ایراني چارواکو له خوا افغانستان ته له تلو څخه منع شوې وې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، اوس هم کابو ۵۰۰ لارۍ درول شوې دي.
د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي بي بي سي ته وویل، چې د لاریو د تمېدا له کبله په ورځني ډول د افغانستان دولت ته لسګونه میلونه افغانۍ تاوان اوړي.
ښاغلي الکوزي همداراز وویل، چې ایراني چارواکي د دغې ستونزې لامل د ایران په مالي سیستم کې تخنیکي او بودجوي ستونزې په ګوته کوي او په خبره یې له تېرو څو کلونو راهیسې هر کال یو یا دوه ځلې د ایراني چارواکو له خوا افغاني بار لارۍ د څو اونیو لپاره درول کېږي، چې افغان دولت او سوداګرو ته درانه مالي تاوانونه اړوي.
له بلې خوا د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، پر ایران نړیوالو بندېزونو د افغانستان پر مالي عوایدو او ګمرکي محصولاتو هم ناوړه اغېز کړی.
د دغه وزارت ویاند وحید توحیدي بي بي سي ته وویل، د ایراني پولي واحد د ارزښت د ټیټوالي له امله ایراني توکي ګران پرېوځي او له ایرانه د تېلو واردات هم کم شوي دي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، د یادو ستونزو د هواري لپاره یې ایران ته یو پلاوی لېږلی دی.
دوی همدراز وايي، چې له ایراني دولت سره به د یادو ستونزو د اوږد مهال هواري پر سر جدي خبرې وکړي.















