
د برتانوي سرتېرو په اړه به د افغانانو غبرگون په دې پورې تړلى وي چې بالاخر څه ورسره کېږي.
په کابل کې حکومت وايي دوى ته د هغو ادعاو شويو وژنو په باب ډير جزييات نه دې ورکړل شوي چې اوس يې د برتانوي پوځ پوليس پلټنه کوي.
خو د افغانستان د دفاع وزارت د دغو سرتيرو د نيولو هرکلى کړى دى او وايي برتاناي او ناټو سرتيري بايد د جگړې د قانون درناوي وکړي.
که څه هم په لندن کې د دفاع وزارت وايي چې په دغه پېښه کې وسله وال مخالفين ښکېل و خو په کابل کې ډېر دا قضيه د ناټو ځواکونو له خوا د ملکي وگړو له وژنو سره تړي.
دغه راز دا پېښه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په تېره لسيزه کې له نورو ناوړه پېښو سره هم تړل کيږي چې په دغه هېواد کې يې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي ماموريت سيورى غوړولى دى.
که څه هم طالبانو تر برتانوي، امريکايي او نورو سرتېرو ډېر ملکي وگړي وژلي دي خو له بهرنيو سرتېرو د لا ښو ارزښتونو هېله کيږي.
ځينې افغانان داسې انگېري چې د ناټو سرتيري هر هغه څه کوي چې غواړي يې او د همدې استدلال لپاره يو افغان شننونکى وايي دغه نيونې د همدې نظر د بدلولو لپاره کېږي.
يو امريکايي سرتيرى چې سږ کال د ١٦ ملکيانو په وژنه ونيول شو اوس محاکمې ته منتظره دى. هغه وژنې تر ټولو بدې وې.
شپږ امريکايي عسکر د قران شريف په سوځولو کې د لاس لرلو په تور له پوځي ديسپلين سره مخامخ شول، له هغې پېښې وروسته په افغانستان کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې وشوې.
د برتانوي سرتېرو په اړه به د افغانانو غبرگون په دې پورې تړلى وي چې بالاخر څه ورسره کېږي او دې ته به سترگې نيول شوې وي چې برتانوي چارواکي يې په څومره جديت تعقيبوي.















