'د لوحې تر لیرې کېدا به ټولګیو ته ولاړ نه شو'

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو یوځل بیا د پوهنتون د لوحې پر لیرې کېدا ټینګار وکړ. دوی وايي تر هغه چې نوې لوحه نه وي لیرې شوې، ټولیګو ته به ولاړ نه شي.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د کلکو امنیتي تدبیرونو په ترڅ کې یو ځل بیا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون لسګونو محصلینو چې نجونې هم په کې شاملې وې، د دې پوهنتون په دروازه کې اعتراضي غونډه وکړه.
دوی له خبري رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا پر خپلې پخوانۍ غوښتنې چې هغه د پوهنتون نوم پخپل ځای پریښودل دي، ټینګار وکړ.
ددغه پوهنتون یوه محصلی هادي صالح وویل:
''موږ د ښاغلي ولسمشر او نورو اړونده ارګانونو په وړاندې غږ پورته کوو، چې له دې لوحې سره مخالف یو، دا لوحه نه منو ځکه دا په تاریخ کې د یو ناسم څه رواجول دي او د نسلونو ترمنځ جدايي رامنځ ته کوي که زموږ غوښتنه ونه منل شي، نو موږ ملت یو واټونو ته به راووځو.''
درې اوونۍ وړاندې د ولسمشر حامد کرزي د یوه فرمان او د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون نوم د سولې د عايی شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني په نوم بدل شو.
تېره اوونۍ د محصلینو استازو له ولسمشر حامد کرزي او له هغه وروسته د رباني له زوی او د سولې د عالي شورا له اوسني مشر صلاح الدین رباني سره وکتل.
ددغو محصلینو له ډلې یو هم نصیب الله ذکي و هغه وايي ولسمشر ورسره ژمنه وکړه چې په دې اړه به له صلاح الدین رباني سره خبرې وکړي او ډېر ژر به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د نوم د بدلولو له امله د محصلینو د اعتراض له پیله نژدې درې اوونۍ تېرېږي.
دوی وايي په دغه موده کې د دوی په زده کړو کې خنډ او ځنډ رامنځ ته شوي او تصمیم لري تر هغه به خپلو درسي خونو ته لاړ نه شي چې د پوهنتون د نوم نوې لوحه لیرې او د پوهنتون نوم پخپل ځای پاتې شي.












