برتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو یوه هغه افغان ژباړن ته پنا ورنه کړه، چې وايي د طالبانو په یوه برید کې سخت ټپي شوی دی.
د برتانوي چارواکو په پرېکړه کې راغلي چې ۲۵ افغان ژباړن پخپله دوسیه کې د پنا غوښتنې له اصولو سره سم اسناد نه لرل.
دوی وايي چې دغه ژباړن داسې ثبوتونه او دلایل هم نه لرل، چې رښتیا هم افغانستان کې یې پاتې کېدل ډېر خطرناک دي.
د برتانیا له دې پرېکړې سره سخت خواشینی او نهیلی شوی دی.
نوموړي بي بي سي ته ګڼ هغه اسناد او ثبوتونه وښودل، چې په وینا یې له برتانوي ځواکونو سره یې پنځه کاله کار کړی دی.












