م م افغان اولمپيک ستوري د سولې استازې کړل

د خپريدو وخت: 17:11 گرینویچ - پنجشنبه 27 سپتمبر 2012 - 06 تله 1391

ملگرو ملتونو د اولمپيک د تېرو لوبو پنځه تنه افغان لوبغاړي د سولې د استازو او سفيرانو په توگه غوره کړل.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي يان کوبيش، په خپل استول شوي غږيز او انځوريز پيغام کې ويلي دي چې افغان لوبغاړو په يوه اوونۍ کې د جنگ او ناندريو چاپيريال د لوبو په چاپيريال سره بدل کړ.

د نوموړي په وينا افغان لوبغاړو جوته کړه چې لاس ته راوړنې او پرمختگ د جگړې کرغېړڼه خوا بربنډولى شي.

ښاغلي کوبيش د خپل پيغام په وروستۍ برخه کې د تېر اولمپيک لوبغاړي سټيج ته وبلل او د ملگرو ملتونو له خوا ورته د سولې سپين بندونه پر لاسونو وتړل شول.

په افغانستان کې د سولې په ورځې پسې د سولې د اوونۍ په ترڅ کې ملگرو ملتونو د تېر اولمپيک پنځه تنه لوبغاړي د سولې د استازو او سفيرانو په توگه غوره کړل.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي يان کوبيش په يوۀ غږيز او انځوريز پيغام کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، دوى وکتل چې څنگه د يوې اوونۍ په ترڅ کې د جگړې فضا او چاپيريال د لوبو په چاپيريال بدل شو.

نوموړي وويل هغه مهال په افغانستان او ټوله نړۍ کې د هغو وياړنونو په اړه خبرې کېدې چې افغان لوبغاړو په اولمپيک او پارالمپيک کې خپل کړي وو.

د ښاغلي کوبيش په وينا په لوبو کې لاس ته راوړنې او پرمختگ د جگړې کرغېړڼه خوا بربنډولى شي.

هغه وويل د افغان لوبغاړو لاس ته راوړنو ټول افغان ملت ته دا احساس ورکړ چې بايد يو موټى و اوسي او د خپل هېواد، د نارينه وو او ښځينه لوبغاړو په زړورتوب او وړتياوو ووياړي.

"افغان لوبغاړو په يوه اوونۍ کې د جنگ او ناندريو چاپيريال د لوبو په چاپيريال سره بدل کړ."

د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي يان کوبيش وويل چې له همدې کبله ملگرو ملتونو دغه پنځه تنه لوبغاړي د سولې د سفيرانو او ساتازو په توگه وټاکل:

"موږ دلته په يونما کې هغوى ته په افغانستان کې او د افغانستان لپاره د سولې د رښتينو پيغام را وړونکو او سفيرانو په سترگه گورو او هغوى مو دلته رابللي چې زموږ د سولې سپين لاسبندونه او تسمې ومني. موږ له دوى او له هغه چا چې د سولې ملاتړ کوي هيله لرو چې دغه سپين لاس بندونه د سولې لپاره د ملي غږ په توگه وکاروي".

ښاغلي کوبيش د خپل پيغام په پاى کې د دغو پنځو تنو افغان لوبغاړو روح الله نيکپا، نثار احمد بهاوي، تهمينې کوهستانۍ، فهيم رحيمي او اجمل فيضي نومونه واخیستل او د لاس بندونو د تړلو لپاره يې د غونډې دریځ ته وبلل.

ښاغلي کوبيش په خپل غږيز او انځوريز پيغام کې وويل ملگري ملتونه هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله په يوه رښتينولۍ بدله کړي.

نوموړي د خپلې خبرې د پخلي په موخه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هغه خبره بيا له سره کړه چې د تېرې ميلادي مياشتې پر ۱۸ يې ويلي وو، "هيڅ راز ترهگريزې کړنې په افغانستان کې د سولې، ولسواکۍ او ټيکاو بهير نه شي په شا کولاى".

هغه بهيرونه چې په وينا يې د افغانانو او نړيوالې ټولنې له خوا يې ملاتړ کيږي.

ښاغلي کوبيش افغانانو ته يو ځل بيا ډاډ ورکړ چې ملگري ملتونه به د دغو ټولو بهيرونو په ترڅ کې ورسره تر څنگ ولاړ وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>