
مېرمن ثمر په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وټاکل شوه، چې تر اوسه پورې په دغه مقام کار کوي
په افغانستان کې دبشري حقونو لپاره کار کونکې او پخوانۍ وزیرې سیما سمر ته د پنجشنبې په ورځ( د سپتمبر ٢٧) د ژوند د حقونو په نامۀ د نړيوالې جایزې د ورکولو اعلان وشو.
دغه جایزه هغه چا ته ورکول کیږي چې د نورو د ژوند ښه کولو لپاره کار کوي.
د جایزه ورکونکې کمیټې په خبره : "دغه جایزه د نړۍ په تر ټولو خطرناکه سیمه کې د بشري حقونو او په ځانگړي ډول د ښځو د حقونو لپاره ۵۵ کلنې مېرمن سمر ته د هغې د زړورې مبارزې په ویاړ ورکړل شوه."
سیما سمر چې طبي ډاکټره ده په افغانستان کې د پخواني کمونیست رژیم له خوا د خپل خاوند له نیول کېدو او ترې تم کېدو وروسته په ۱۹۸۴ م کال کې پاکستان ته وتښتېده.
دا په په ۲۰۰۱ کال کې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او د ښځو د چارو د وزیرې په توګه وټاکل شوه، خو په کاناډا کې د یوې مرکې په ترڅ کې په قانون د اعتراض کولو له امله اړه شوه چې له شپږو میاشتو کار وروسته استعفا وکړي.
مېرمن سمر په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وټاکل شوه، چې تر اوسه پورې په دغه مقام کار کوي.
نوموړې له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۰۹ م پورې په سوډان کې د بشري حقونو د حالت په اړه ملګرو ملتو ته د خاص رپوټ ورکونکې په توګه هم کار وکړ.
"دغه جایزه د نړۍ په تر ټولو خطرناکه سیمه کې د بشري حقونو او په ځانگړي ډول د ښځو د حقونو لپاره ۵۵ کلنې مېرمن ثمر ته د هغې د زړورې مبارزې په ویاړ ورکړل شوه"
منصفه هییت
مېرمن سمر ته د ۲۰۱۲ د ژوند د حقونو جایزه له هغه ۸۴ کلن امریکايي سیاسي مفکر ګېنې شارپ سره په ګډه ورکړل شوې، چې د جایزه ورکونکې کمېټۍ په وینا د سوله يیز بدلون لپاره په نړۍ کې غوره متخصص دی.
نوموړی د انګلیسي وسلو د صادراتو د مخنیوي لپاره او د وسلو د سوداګري په ضد د یوه غیر دولتي سازمان لپاره کار کوي.
د منصفه هییت په خبره د ترکیې ۹۰ کلن حیرتین کاراسا ته چې په خپل هېواد کې د ژوند د چاپېریال تحریک بنسټګر بلل کیږي یوه افتخاري جایزه ورکړل شوې ده.
د پوستې د چارو متخصص سویس - جرمن جکوب ون ویکسکول په ۱۹۸۰ کال کې له هغه وروسته چې د نوبل جایزې ورکونکو له نوبل جایزو وروسته د چاپېریال ساتنې او نړیوال پرمختګ په لړ کې د فعالیت کونکو لپاره له جایزې چمتو کولو ډډه وکړه، د ډونرانو په مرسته دغه جایزه تاسیس کړه
له همدې امله د رایټ لایولهوډ جایزه ورکونکي اکثر خپل امتیاز د نوبل جایزې بدل بولي.
درې جایزه ګټونکي به د ۱۵۰۰۰۰ یورو یا ۱۹۳۰۰۰ ډالرو جایزه سره وویشي.












