
ځینو سرتیرو بیا دغه افغان بریدګر د پاکستان او ایران سره پر اړیکو تورن کړي چې د طالبانو په مرسته په افغان پوځ کې ور ګډ شوي دي.
افغان حکومت د خپلو سرتېرو په لاسونو د بهرنیو هغو وژل یو لوی شرم ګڼي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي ښايي له افغان پوځ سره د پوځي ټولیو تر کچې د ناټو د ګډو عملیاتو محدودول د افغان سرتیرو له لوري پر ناټو پوځیانو د بریدونو د کچې په کمولو کې پام وړ اغېز وکړي.
په همدې حال کې د دفاع وزارت د افغان پوځ په لاسونو د بهرنیانو وژل د افغان حکومت لپاره یو لوی شرم او عار ګڼي، داسې چې د لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي په خبره، بهرنیان د ترهګرۍ په وړاندې جګړې کې له افغانانو سره د مرستې په موخه راغلي، خو کله چې افغانان پر دوی بریدونه کوي او مرګ ژوبله ور اړوي، شرم نه دی؟
د روان ۲۰۱۲ کال له پیل راهېسې د افغان پوځ له لورې شاوخوا پنځوس بهرني سرتیري وژل شوي دي، چې د دواړو غاړو ترمنځ یې شته اعتبار ته هم دروند زیان رسولی دی.
پر زرغونو د شنو له لوري ددغو بریدونو درې عمده لاملونه په ګوتو شوي، یو دا چې بهرنیان د افغانانو له کلتور او دودونو سره سمه بلدتیا نلري او ډېر ځله همدغه نابلدتیا خبره د مرګ تر بریده رسوي، دویمه دا چې داسې ویل کیږي ځینو هغو افغان سرتیرو چې پر بهرنیانو یې بریدونه کړي.
په رواني ناروغیو اخته و، او دریم علت یې د افغان پوځ په لیکو کې د طالبانو او یا هم د هغو د خواخوږو ورګډېدل بلل کېږي.
ناټو پر خپلو سرتېرو د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له افغان پوځ سره د پوځي ټولیو ترکچې ګډ عملیات ځنډولي دي.
په کابل، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یو شمېر افغان سرتېرو د بي بي سي خبریال جعفر هاند ته تر ډېره پر بهرنیانو د دوی د ملګرو بریدونه د ناټو پوځ له لوري د افغان دود او کلتور ته نه درناوی او یا هم نه بلدتیا بللې ده.
پر بهرنیو ځواکونو د افغان عسکرو بریدونه- ۲۰۱۲
۲۰۱۲، سپتمبر ۱۵
د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس څلور ایساف سرتېري په ډزو ووژل او برید کوونکی هم په ځوابي ډزو ووژل شو.۲۰۱۲، سپتمبر ۱۶
د افغانستان سوېلي ولایت زابل په میزانې ولسوالۍ کې یوه ملي پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې، او څلور یې ور وژلي دي.۲۰۱۲، اګست ۳۰
درې استرالیايي سرتېري د افغان پوځ یونیفورم اغوستونکي په اروزګان ولایت کې ووژل. دغو استرالیايي سرتېرو په یوه اډه کې ډډه اچولې وه، چې ډزې پرې وشوې.۲۰۱۲، اګست ۲۷
افغان سرتېري دوه ناټو سرتېري د ختيځ لغمان ولایت په یوه لیرې سیمه کې په ډزو ووژل. دغه پوځیان د ګزمې په حال کې و.۲۰۱۲، اګست ۱۷
یوه سیمه ییز افغان پولیس په فراه ولایت کې دوه امریکايي پوځيان د افغان ځواکونو په یوه اډه کې د پوځي روزنې پرمهال په ډزو ووژل.۲۰۱۲، اګست ۱۰
یوه افغان پولیس درې سمندري امریکايي پوځيان په هلمند ولایت کې د غرمنۍ پرمهال په ډزو ووژل. دوی د امنیتي وضعیت د بحث په اړه یوې غرمنۍ ته بلل شوي و.۲۰۱۲، جولای ۲
یوه سرحدي افغان پولیس درې برتانوي پوځيان په سوېلي ولایت هلمند کې د قومي مشرانو د ناستې پرمهال په ډزو ووژل.۲۰۱۲، مې ۱۱
یوه افغان امریکايي ساتونکي د کونړ په یوه پوځي اډه کې امریکایی سرتېری وواژه، او بیا په تېښته بریالی شو.۲۰۱۲، اپریل ۲۵
یوه افغان ځانګړي پوځي یو امریکایی سلاکار او د هغه ژباړن په کندهار ولایت کې تر یوې لفظي شخړې وروسته ووژل.۲۰۱۲، مارچ ۳۰
افغان پولیس په ختيځ کې یو بهرنی ملګری په ډزو وواژه او بیا د پولیسو په یوه ګاډي کې له وسلو سره وتښتېد.۲۰۱۲، مارچ ۲۷
افغان امنیتي سرتېرو درې بهرني سرتېري، چې دوه په کې برتانویان و، د هېواد په ختيځ کې د یوې پوځي اډې په عمومي دروازه کې په ډزو ووژل. یو بهرنی عسکر د پکتیکا ولایت په یوه تالاشۍ کې ووژل شو.۲۰۱۲، فبروري ۲۴
دوه امریکايي سرتېري (پوځي سلاکاران) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ننه په کابل کې په ډزو ووژل شول. د برید پړه طالبانو پرغاړه واخیسته.۲۰۱۲، فبروري ۲۰
یوه افغان پولیس یو البانیایی سرتېري د کندهار په سپین بولدک کې په ډزو وواژه، چې چارواکو یې په تور یوولس شکمن سرتېري ونیول.۲۰۱۲، فبروري ۱
د افغان ملي اردو یوه سرتېري د ناټو یو سرتېری په سوېل کې په ډزو وواژه.۲۰۱۲، جنوري ۲۰
یوه افغان سرتېري څلور فرانسوي عسکر د کابل په شمال ختيځ کې په ډزو ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
خو ځینو سرتیرو بیا دغه افغان بریدګر د پاکستان او ایران سره پر اړیکو تورن کړي چې د طالبانو په مرسته په افغان پوځ کې ور ګډ شوي دي.
د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې د تمریني عملیاتو پر مهال ځینو سرتیرو بي بي سي ته دا هم وویل چې دوی له بهرنیانوسره ډېره ښه همکاري لري او یو بل سره یې د ملګرتیا فضا ډېره دوستانه او صمیمانه ده.












