
دا شکایت په داسې وخت کې ملګرو ملتو ته رسول شوی، چې تېره ورځ د پاکستان له خوا راتوغېدونکي دوه سوه توغندي د افغانستان په ختیزو سیمو لګېدلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په دې اړه د افغان حکومت ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویېلي یې دي چې کېدای شي دا بریدونه د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر سولې او ټیکاو ناوړه اغېز وکړي.
افغان حکومت د پاکستان له خوا د افغانستان پر ختیزو سیمو د لګېدونکو توغندو په اړه څو ځله خپلې ګیلې او اندېښنې له پاکستاني حکومت سره شریکې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی، چې دغه مساله د ملګرو ملتونو د امنیت تر شورا رسوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند فرامرز تمنا نن په کابل کې خبریالانو ته د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دغه مسله په جدي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې مطرح کړې ده.
"په هغې ځانګړې وینا کې چې د بهرنیو چارو ښاغلي وزیر د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وکړه، د ډېرو نورو مسایلو پر مطرح کولو سربېره یې ددغو توغندويي بریدونو په اړه د افغانستان ژوره اندېښنه څرګنده کړه. دا ځکه چې د دغو بریدونو روان پاتې کېدل به ددواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي."
ښاغلي تمنا همداراز وویل، ټاکل شوې افغان، پاکستاني او برتانوي چارواکي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له یوه بل سره خبرې وکړي. د ده په خبره دغه غونډه به د روانې زېږدیزې میاشتې په شپږ ویشتمه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې جوړه شي.
"د افغانستان، پاکستان او برتانیا د حکومتونو د مشرانو غونډه به د سپتمبر په شپږویشتمه په نیویارک کې جوړه شي. "
افغان چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې له تېر کابو یوه کاله را پدېخوا د افغانستان پر ختیزو کونړ او نورستان ولایتونو سلګونه توغندي د پاکستان له خوا راتوغول شوي چې د سیمې اوسېدونکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان له لوري را ورېدونکي توغندي تر پرونه د افغانستان په ختیزو سیمو لګېدلي چې له امله یې سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړوتې دي.












