
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دغو مرستو لويه برخه به د افغانستان د ۱۳ ولايتونو په ۵۵ لرې پرتو ولسواليو کې ولګېږي.
نړېوالو مرستندويه ادارو د خپلو مرستو په دوام کې د افغانستان له پوهنې وزارت سره دا ځل څه د پاسه ۳۰۰ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.
دغه مرستې به د هېواد په لر او بر کې د زده کړو د کيفيت پر لوړولو، د نويو ښوونځيو په جوړولو او د تعليمي نصاب په چمتو کولو ولګېږي. دا لومړی ځل دی چې د نړېوال بانک په ګډون دوه مرستندويه ادارې په يو وار څه دپاسه ۳۰۵ ميليونه ډالره مرسته کوي.
نړېوال بانک په تېرو اتو کلونو کې په اوسط ډول هر کال د پوهنې د کيفيت د لوړولو له پروګرام سره ۲۷ ميليونه ډالره مرسته کوله، خو دا ځل يې دغه کچه په کال کې ۱۲۵ ميليونه ډالرو ته خېژولې.
دغه راز د زده کړو لپاره نړېوال شراکت يا (ګلوبل پارتنرشپ فار ايجوکېشن) چې افغانستان يې په وروستو کې غړيتوب ترلاسه کړی، د زده کړو د کيفيت لوړولو لپاره څه دپاسه ۵۵ ميليونه ډالره بېل کړي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دغو مرستو لويه برخه چې د ډنمارک هېواد يې ورکوي د د افغانستان د ۱۳ ولايتونو په ۵۵ لرې پرتو ولسواليو کې ولګېږي.
د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردک وايي د دغو مرستو په ترلاسه کولو به هغه اندېښنې له منځه ولاړې شي چې ګواکې له ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان يوازې پاتې کېږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دغو مرستو په لګېدو به د افغان زده کوونکو د جذب او مساوي روزنې ته د لاسرسي کچه ۱۵ سلنه زیاته شي.
په افغانستان کې د نړېوال بانک سرپرست مشر الانګو پچېموتو د پوهنې په برخه کې د افغانستان لاسته راوړنې مهمې وبللې، خو ويې ويل چې زده کړو ته مساوي لاسرسی بايد لرې پرتو سيمو ته هم وغځول شي.
"د ۲۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د دغه تړون د لاسليکېدو اصلي هدف د پوهنې وزارت پياوړي کول دي چې په ټول افغانستان کې خلکو ته باکيفيته زده کړې ورسوي."
الانګو پچېموتو
د دغو مرستو څارنه د ماشومانو نه د ملاتړ ادارې يونيسف ته ور له غاړې شوې او د همغږۍ چارې به يې د ډنمارک هېواد پر مخ بيايي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دا مهال ميليونونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی لري او د دغو مرستو په لګېدو سره به دغه کچه نوره هم وخېژي.












