
د ملي جبهې یو غړي حاجي محمد محقق سره له دې چې د چا نوم نه اخلي خو وايي د ټاکنو په کمیسیون کې باید ولسمشر ته نژدې کسان و نه ټاکل شي.
د افغانستان د حکومت یوه مخالفه سیاسي ټلواله ملي جبهه ادعا کوي، چې ولسمشر کرزی غواړي په کابینه کې د وروستیو تغیراتو سره په ټاکنو کې د لاسوهنې زمینه برابره کړي.
د دغې جبهې مشران ادعا لري، چې حکومت په کابینه کې د بدلون په راوستلو سره غواړي د ولسمشرۍ لپاره د خپلې خوښې کاندید لپاره کار وکړي.
هغوی له حکومت غواړي چې د ټاکنو د کمیسیون مشر او نور غړي دې له ګوندونو سره د مشورې له مخې وټاکي.
ملي جبهې مشر چې په کابینه کې د احتمالي بدلونونو په غبرګون کې خبریالانو سره خبرې کولې ادعا وکړه چې حکومت په وروستیو کې غواړې چې په کابینه کې د بدلون په راوستلو سره په راتلونکې ټاکونو کې د درغلیو او لاسوهنې زمینه برابره کړي.
د دغې جبهې مشر احمد ضیا مسعود ادعا کوي، چې حکومت به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.
"موږ په دې باور یو چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو او د ولسواکۍ د سم بنسټ د ایښودو لپاره د ټاکنو یو بې لوري کمیسیون ته اړتیا لرو، او اوسنۍ سیاسي اداره باید خپل ځای د موقتې ادارې سره بدل کړي تر څو موقته اداره وشي کولای ټاکنې په شفافه توګه ترسره کړي".
څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل له دندې ګوښه کړ او داسې رپوټونه خپاره شوي چې ګواکي د قبایلو او سرحداتو اوسنی وزیر اسدالله خالد به د ملي امنیت د مشر په توګه وټاکل شي.
د سیمه ییزو رسنیو له خوا د ټاکنو د کمیسیون د مشر په توګه د ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم د ټاکل کېدو په اړه هم ځینې رپوټونه خپاره شوي و چې ملي جبهې ته یې اندېښنه پیدا کړې ده.
د ملي جبهې یو غړي حاجي محمد محقق سره له دې چې د چا نوم نه اخلي خو وايي د ټاکنو په کمیسیون کې باید ولسمشر ته نژدې کسان و نه ټاکل شي.
"که ښآغلی کرزی غواړي خپل پلویان او په ځانګړې توګه خپل افراطي پلویان، چې څېره يې هم نړیوالې ټولنې او هم افغانانو ته معلومه ده، د ټاکنو کمیسیون کې وټاکي. نو دا په دې مانا ده چې ټاکنو لا د مخه خپل ړنښت له لاسه ورکړی دی. په کیسیون کې هر ډول تغیرات باید د قانون له مخې ترسره شي او که د قانون له مخې نه وي نو هغه تغیر باطل او زموږ د منلو وړ نه دی".
سره له دې چې حکومت د رسنیو له خوا په کابینه کې د بدلون په اړه د خپرو شوو رپوټونه په اړه څه نه دي ویلي خو ډېری خلک د افغانستان مخ په خرابېدو امنیتي حالت ته په کتو سره د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه لري او وايي که امنیتي حالت همداسې مخ په خرابېدو وي نو د رڼو ټاکنو ترسره کېدل به له امکانه لرې خبره وي.












