
ښاغلی نبيل د ملي امنیت د رییس په توګه له ټاکل کېدا مخکې د ولسمشر کرزي د خاصو ګاردانو مشر وو.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي چې د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل د ولسمشر کرزي له خوا له کاره ګوښه شوی دی، خو د ګوښه کېدو اصلي لامل یې نه دی په ډاګه کړی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي چې ښاغلي کرزي د رحمت الله نبیل د کار ستاینه کړې ده.
ویناپاڼه دا هم وايي، چې تر دې وروسته به د ملي امنیت رییس د دوو کالو لپاره ټاکل کېږي.
په ویناپاڼه کې راغلي، چې ښاغلی نبیل شاید په یوه بهرني هېواد کې د سفیر په توګه وټاکل شي.
بل خوا، د ولسمشرۍ سرچینې دا هم ویلي چې د چارشنبې په ورځ (اګست ۲۹) به ولسمشر دفاع، کورنیو چارو وړاندیز شوي وزیران او د ملي امنیت نوی رییس معرفي کړي.
خو دا راپور په رسمي توګه کومې حکومتي سرچینې نه دی تایید کړی.
د ملي امنیت د مخکني رییس امرالله صالح له استعفا وروسته حامد کرزي ښاغلی نبيل د ملي امنیت د سرپرست او بیا وروسته د رییس په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړ.
ښاغلی نبیل د ملي امنیت د رییس په توګه له ټاکل کېدا مخکې د ولسمشر د ځانګړو ګاردانو مشر وو.
د کورنیو او دفاع چارو وزیران د تېر اسد/زمري پر ۱۳مه د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د بریدونو د مخنيوي په چاره کې د پاتې راتلو له کبله ولسي جرګې استیضاح او بیا وروسته یې د باور رایه ترې واخیسته.












