
افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا سفارت د ملکيانو وژنه غندلې ده.
د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي د کندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د چاودنې مرګ ژوبله نوره هم لوړه شوې ده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا د رياست مشر سعد مختار بي بي سي ته وویل د وژل شويو شمېر اوس ۲۲ ته رسېدلی دی.
ښاغلی مختار وايي په دغه بمي چاودنه کې د ټپي شويو کسانو شمېر هم اوس ۳۸ ته ختلی چې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
له کندز نه په ورکړل شويو مخکنيو راپونو کې ويل شوي وو چې په دغه چاودنه کې ۱۲ کسه وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ټپيان دي.
ولايتي چارواکي وايي د وژل شويو ډېری يې ملکي وګړي دي.
افغان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا سفارت د ملکيانو وژنه غندلې ده.
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ مسؤولين وايي بم په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی و، او تېره ورځ (سه شنبه، اګست ۱۴) له روژه ماتي يوازې څو دقيقې وړاندې وچاودېد.
کندز چې له تخار او بغلان سره ګډه پوله لري د افغانستان په شمالي ولايتونو کې تر ټولو ناارامه ولايت بلل کېږي.
په کندز کې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې ثبت شوي او افغان او بهرني ځواکونه وايي دغلته د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي هم فعاله دي.
دوی وايي د دغه غورځنګ غړي له وسله والو طالبانو او القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري او په سيمه کې تاوتريخوالي ته لمن وهي.
په کندز کې تر ټولو مرګونې پېښه څو کاله وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو پر هغو تیلي ټانکرو هوايي ګوزار وکړ چې ځايي خلکو ترې تېل وړل.
دغه ټانکر لومړی وسله والو طالبانو ګرځولي وو او ناټو په همدې فکر چې ګواکې له تيلي ټانکرو راتاو کسان طالبان دي پر هغوی هوايي بريد وکړ.












