تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یعقوب مجاهد: څوک دې د امنیت برخه کې د خپلو ناکامیو او بې کفایتیو پړه پر موږ نه اچوي
د طالبانو حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې څوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ او د ده په خبره د خپلو بې کفایتیو پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه چوي.
هغه دا څرګندونې واک ته د طالبانو د راګرځېدو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسب کابل کې په دفاع وزارت کې یوې غونډې ته کړې.
ښاغلي مجاهد که څه هم نېغ په نیغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیولې.
پاکستاني چارواکي تور پورې کوي، چې دغه بریدونه افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم له افغانستانه ور اوړي.
دغه تور د پاکستان د پوځ لوی درستیز او لومړي وزیر تر کچې چارواکو مطرح خو طالبانو په وار وار رد کړی دی.