تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار غوښتنه
په هالنډ کې ګڼ افغانان، - چې ښځې او سړي دواړه پکې وو، د شنبې په ورځ راغونډ شوي وو او په افغانستان کې یې د ښځو د تعلیم او د ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کوله.
دوی په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د ښځو د کار او د نجونو او ښځو د تعلیم بندیزونه دې لیرې کړي. غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي هم ورغلي وو.