تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیمروز کې د طالبانو او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته
د نیمروز په ګنګ ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
رپوټونو کې ویل شوي چې جګړه سهار د ایراني اړخ له خوا دې سیمه کې پر پوله د دیوال جوړېدو پر سره رامنځته شوې وه.
دواړه لوريو یو پر بل د ډزو د پیل تور پورې کړی.
بي بي سي ته ویل شوي چې د دواړو اړخونو د مشرانو له خبرو وروسته جګړه اوس درېدلې.
له سيمې بي بي سي ته رالېږل شوې ويډيو.