چین: طالبانو حکومت لیکلې ژمنه کړې چې د چین مخالفې ډلې به په افغانستان کې نه زغمي

د چین بهرنیو چارو وزیر د پاکستان، چین او افغانستان په ګډه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د چین بهرنیو چارو وزیر د پاکستان، چین او افغانستان په ګډه غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته تللی و.

د طالبانو حکومت منلې، چې په اسلام اباد کې یې په وروستۍ درې اخیزه غونډه کې له چین سره ژمنه کړې چې د هغه هېواد حکومت مخالفو وسلوالو ډلو پر وړاندې به په افغانستان کې مبارزه کوي.

د پاکستان په ګډون له هغې غونډې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي وو، چې طالبانو په لومړي ځل لیکلې ژمنه ورسره کړې، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر چین مخالفو ډلو پر وړاندې به په افغانستان کې ګامونه اخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، وړمه ورځ خبریالانو ته وویل چین هیله لري د طالبانو سرپرست حکومت د پام وړ ګامونو پورته کولو سره د نړیوالې ټولنې باور تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې درې سره لوریو ګډ بیان کې په سیاسي، پراختیايي او امنیتي برخو کې د ګډې همکارۍ په اړه هوکړه وکړه.

ښاغلي ونبین وویل دا لومړی څو اړخیزه سند دی چې د طالبانو حکومت په کې یو اړخ دی او د افغان طالبانو لومړۍ لیکلې ژمنه ده چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ترهګرې ډلې به نه زغمي.

نوموړي وویل دا ژمنه د چین او افغانستان د اړیکو پراختیا او له ترهګرۍ سره دمبارزې برخه کې خورا مهمه ده.

د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره

د عکس سرچینه، BilawalBhuttoZardari

د عکس تشریح، د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل لیکلې ژمنې ته له اشارې پرته هغسې چې چین ویلي، بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه چې وروستۍ درې اړخیزه غونډه پر امنیتي مسلو هم خبرې وشوې او د چین مخالفو وسله والو سره د مبارزه د دې خبرو یوه برخه وه.

چین وايي، د ایغور چینایانو اړوند د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ډله افغانستان کې فعاله ده، او د دې ډلې د چین ضد کړنو له امله ډېره اندېښنه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د اسلام آباد غونډه د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر سره د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پنځمه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو ورسته لومړۍ رسمي غونډه وه چې په بریالیتوب پای ته ورسېده.

ښاغلي ونبین زیاته کړه چې دا خبرې د درې واړه هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او عملي همکارۍ دوام وو چې د افغانستان د مسلې سیاسي حل کې به مرسته وکړي.

د روانې اونۍ په سر کې د اسلام آباد ددې درې اړخیزې غونډې په اړه چې د بندو دروازو تر شا ترسره شوه، ډېر معلومات نه دي په ډاګه شوي، یوازې دومره ویل شوي چې دې غونډه کې په سیاسي ، اقتصادي او امنیتي برخو کې خبرې او هوکړې وشوې.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو سره د مخکني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو سره د مخکني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده.

یوازې چین نه دی چې وايي افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې لري، پاکستان هم ورته اندېښنه لري او وايي د پاکستاني طالبانو ډله له افغانستانه پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو سره د مخکني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مرسته کړې ده.

هغه په یوه مرکه کې ویلي، افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره پخه ملګرتیا لري او کابل کې له طالب چارواکو سره د لیدنو پر مهال ورته معلومه شوه چې افغان طالبان په داسې دریځ کې نه دي چې د پاکستاني طالبانو پرضد ګام واخلي.

خو طالبان وايي، د دوحې تړون له مخې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه کارول کېږي.