افغانستان کې بشري کړکېچ لا نور په ناوړه کېدو دی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې بشري کړکېچ لا نور په ناوړه کېدو دی

نړيوال بانک خبرداری ورکړی چې هرو درېو کې تر یوه ډېر افغانان نور دومره پيسې نه لري چې ځانونه ماړه کړي.

له هغه راهيسې چې طالبانو دغه هېواد کې پر واګو ولکه کړې، د نړيوالو مرستو لړۍ په چټکۍ کمه شوې او ګڼ شمېر وګړي بې پيسو شوي دي.

افغان اقتصاد تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه پر نړيوال مرستو ولاړ و.

د بي بي سي خبريال سکندر کرماني له کابله راپور لري.