دوحه کې طالبانو او اروپایي استازو ناسته؛ پر بشري حقونو، حکومتي جوړښت او بشري مرستو خبرې وشوې

طالبان

د عکس سرچینه، BALKHI TWITTER

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوي د سه شنبې پر ورځ دوحه کې د یو شمېر اروپایي هېوادونو استازو سره کتلي.

په دې غونډه کې افغانستان کې پر روان بشري ناورین، بشري مرستو، د ښځو او لږکیو پر حقونو، د نجونو د زدوکړو او ښځو ته د کار فرصت، او همدا راز د طالبانو په حکومت کې د ټولو قامونو د ونډې په اړه خبرې شوې دي.

طالبانو په دې تړاو یوه اعلامیه کې ویلي، د اروپایي هېوادونو استازو ته یې افغانستان کې د پوهنتونو او ښوونخیو د بېرته پرانیستل کېدو په تړاو مالومات ورکړي دي.

د طالبانو اعلامیه کې راغلي، د اروپایي ټولنې استازو ورسره ژمنه کړې ده چې افغانستان کې به د بشري مرستو، زدوکړو او عامې روغتیا برخه کې خپلې مرستې زیاتوي.

د افغانستان لپاره اروپایي ټولنې ځانګړي استازي تامس نېکلاسن هم د دې کتنې په اړه یو لړ جزئیات خپاره کړي دي.

نوموړی وایيٍ، له طالبانو سره په خپله ناسته کې یې د افغان وګړو پر جبري لادرکۍ، د طالبانو لخوا د یو شمېر وګړو پر نیول کېدو او همدا راز د سوله احتجاجونو پر مهال له ښځو سره د طالبانو پر بد چلن جدي اندېښنه شریکه کړې ده.

ښاغلي نېکلاسن زیاته کړې، طالبانو ته یې په حکومت کې د ټولو قامونو د وګړو او د ښځو د نشتون یادونه هم کړې ده.

خو د طالبانو په اعلامیه کې د پورته موضوعاتو له یادولو پرته راغلي، دوی د اروپایي ټولنې د استازو اندېښنو په تړاو مقابل لوري ته ډاډ ورکړ چې دوی (طالبان) د ټولنې حقه حقونو ته ژمن دي.

اروپایي ټولنې ویلي، د افغانستان له وګړو سره مرستو ته ژمنه ده او له همدې کبله د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له لارې په بېلابېلو برخو کې د مرستې لپاره ۵۰۰ میلیونه یورو ورکوي.