طالب پلاوي له ترکمن چارواکو سره د ټاپي په ګډون پروژو په اړه خبرې کړي

د عکس سرچینه، Ministry of Foreign Affair
د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی او له یو شمېر ترکمن چارواکو سره یې د ټاپي پروژې په ګډون د هغو پروژو په اړه خبرې کړي چې ترکمنستان یې په افغانستان کې تمویلوي.
سربېره پر دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو د برابرولو په اړه هم خبرې شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویل چې د سفر موخه هم پر هغو پروژو خبرې وې چې ترکمنستان یې په افغانستان کې تمویلوي.
د ښاغلي مجاهد په وینا د طالب پلاوي او ترکمن چارواکو ترمنځ خبرو کې د مرستې او همکارۍ ژمنې شوې دي.
هغه وویل طالب پلاوي ترکمن چارواکو ته د پروژو د امنیت او نورو برخو کې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې دا سفر د ترکمنستان په بلنه ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې ښاغلي متقي او ورسره مل پلاوي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال، بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او نورو ترکمن چارواکو سره لیدلي دي.
د طالبانو په وینا په دې سفر کې د بادي برېښنا په برخه کې د پانګونې، له اقینې نه تر تورغونډۍ پورې د اورګاډي د پټلۍ غځولو په اړه خبرې وشوې او سلا وشوه چې د افغانستان له لارې به د اسیا هېوادونو ته ګاز، خوراکي او نور سوداګریز توکي لېږدول کېږي.
دغه راز پر دې هم سلا شوې چې د برېښنا او ټاپي پروژې او اورګاډي د پټلۍ د غځولو په اړه به د دواړو هېوادونو تخنکي ډلې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۲ نیټه په کابل کې غونډه کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هغو افغان محصلینو ته چې د کوېډ-۱۹ له وجې په کابل کې ایسار پاتې دي د مارچ په میاشت کې اجازه ورکړل شي چې په تدریجې ډول د زده کړو لپاره ترکمنستان ته ستانه شي.










