ملا حسن اخوند: طالبان دې شکر او پر ولس رحم وکړي، که نه واکمني به یې نسکوره شي

د عکس سرچینه، Zabihullah Mujahid
افغانستان کې د طالبانو د حکومت لومړي وزیر (رئیس الوزرا) ملا حسن اخوند ولس ته خپله لومړنۍ وینا کې پر طالبانو غږ کړی چې د واک پر ترلاسه کولو دې شکر وکړي او له افغانانو سره دې ښه او مهربانه چلن وکړي.
نوموړي د طالبانو پر والیانو او ولسوالانو غږ وکړ چې د هغو خلکو فریاد واوري چې د چاراکو دروازه کې ولاړ دي.
د طالبانو رئیس الوزرا د خپل حکومت چارواکو او عامو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که پر خپله "بریا" شکر ونکړي نو یو ځل بیا به واک له لاسه ورکړي.
د ملا حسن اخوند د وینا ډېره برخه پر پخواني حکومت نیوکې وې، او ادعا یې وکړه چې د طالبانو راتګ سره افغانستان کې وضعیت ښه شوی.
نوموړي وویل، افغانستان کې نیستي او بېکاري د طالبانو له راتګ مخکې هم موجوده وه، خو زیاته یې کړه چې که چېرې ولس د طالبانو ملاتړ وکړي نو د ده په وینا، خدای پاک به ډېر ژر اوسنۍ ستونزې حل کړي.
هغه همدا راز وویل، طالبانو د تېرو حکومتونو برعکس افغانستان کې د ښځو پت او عفت خوندي کړی، او ژر به یې نور حقوق هم ورکړل شي.
ملا حسن اخوند وویل چې پر مسلمان نر وي او که ښځه زدکړه فرض ده خو هغه "شرعي علوم دي" او "نور علومو ته که وخت پیدا شي او موقع برابره وي مشکل نه وي، هر څوک کولی شي چې تر خپل وس او طاقت پورې علم وکړي."
افغانستان کې د اوسني حکومت جوړښت ته په اشارې ملا حسن اخوند وویل، دا حکومت تر پخوانیو هغو ډېر ټولګډونی دی او د هر قام او ژبې خلک پکې شته.
نوموړي بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو ته هم ډاډ ورکړ چې طالبان د هېچا کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري.

د عکس سرچینه، Mujahid Twitter
د طالبانو د کابینې مشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې حکومت یې د نړۍ هېڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې لومړی یو ټولګډونی حکومت جوړکړي، ښځو ته د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړي او د افغانستان پر خاوره د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.
په ورته مهال مرستندویه ادارې وایي، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل کېدو او افغانستان سره د بشري مرستو د بندیدو له کبله دا هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې راتلونکو څو میاشتو کې ښایي د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
بل لور ته امریکا او اروپایي ټولنې د افغانستان د دولتي بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني هم کنګل کړې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
طالبانو بیا بیا له دې هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، خو تر اوسه یې دا غوښتنه نه ده منل شوې.












