نامتو خبریال او د ولسمشر سلاکار نبي مصداق وفات شو
د بي بي سي پښتو څانګې یو بنسټګر او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رسنیزو چارو سلاکار نبي مصداق د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړ شو.
نبي مصداق ته یوې نږدې سرچینې بي بي سي ته ویلي، نوموړی له څو ورځو راهیسې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته و او تېره شپه وفات شوی دی.
پر ۱۹۸۱ کال د بي بي سي پښتو څانګې جوړېدو سره ښاغلی مصداق د دې څانګې ویاند او خبریال او بیا د څو کلونو لپاره مشر و.
نوموړی پر ۲۰۰۱ کال له بریتانیا امریکا ته لاړ او هلته څو کاله پوهنتون کې استاد و.
د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړۍ دوره کې ښاغلی مصداق بالاخره افغانستان ته ستون شو.
نبي مصداق پر ۲۰۱۵ کال د ولسمشر غني مطبوعاتي سلاکار شو او تراوسه یې دا دنده درلوده.

د عکس سرچینه، Social media
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي مصداق پر مړینه خواشیني ښودلې ده.
د ارګ د بیان له مخې: "مرحوم مصداق کلونه د ژورنالېزم له لارې د مظلومو افغانانو غږ پورته کړ او د یو لیکوال په توګه یې د اوسنۍ غمیزې د حقیقتونو په بیانولو سره ځوان نسل د یو روښانه تاریخي مسیر پر لور رهنمایي کړ. "
ارګ وايي، ښاغلي مصداق د ولس او دولت ترمنځ د پیاوړي ارتباط رامنځته کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې، مړینه یې لویه ضایعه ده.
خواله رسنیو کې افغان سیاستوالو او عادي افغانانو د نوموړي په مړینه خواشیني ښودلې ده.

نبي مصداق پر ۱۹۴۴ کال د پکتیا ځاځیو کې زېږېدلی و.
نوموړی د ښوونځي تر بشپړولو وروسته د لوړو زدکړو لپاره بریتانیا ته ولېږل شو.
نبي مصداق بریتانیا کې تر لیسانس او ماسټرۍ وروسته دوکتورا هم وکړه.
د نبي مصداق د فیسبوکپاڼې له مخې نوموړی ۳۲ کاله د بریتانیا او امریکا په ګډون څلورو هېوادونو کې استاد پاتې شوی دی.












