''د کلي په منځ کې د جګړې'' پر ضد د غزني ارزو کلي اوسېدونکو احتجاج کړی

ارزو

غزني ښار ته څېرمه د ارزو کلي اوسېدونکي چې له څو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ درنې جګړې پکې شوي، وايي د دوی ''کور - کلي په منځ کې '' باید جګړه و نه شي او په همدې نامه نن 'یکشنبه ' احتجاج ته راوتلي وو.

احتجاج کوونکو په جګړه کې له ښکېلو دواړو لوریو غوښتل چې له کلي یې ووځي.

دغه احتجاج له هغه وروسته پیل شو چې افغان چارواکي وايي، دې کلي ته نژدې یوه نوې امنیتي پوسته جوړوي.

بل لور ته غزني والي بي بي سي ته وویل، پرېکړه شوې چې دا پوسته به جوړيږي او په وینا یې له ځايي خلکو سره هم په دې هکله تفاهم شوی دی.

د غزني والي عمر نورستاني وايي:

''د خلکو غوښتنه همدومره وه چې که دا بېس د کلي په منځ کې جوړ نه شي، دا به ښه وي، له دې امله چې موږ ته زیان و نه رسېږي، بیا په دې پرېکړه وشوه چې بېس به جوړیږي، کومه ستونزه نه شته. ''

ارزو
د عکس تشریح، احتجاج کوونکي کلیوال وايي، جګړو کې درانه زیانونه ورته اوښتي

د بي بي سي خبریال وايي، د غزني ښار په لس کیلومترۍ کې پروت ارزو کلی چې نژدې درې زره کورنۍ پکې مېشت وې، له څه مودې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د جګړې په ډګر اوښتی دی.

ځايي اوسېدونکي د ښکېلو اړخونو تر منځ په نښتو کې د یو کلي ځینې اوسېدونکو کسانو د وژل کېدو خبره کوي، خو په رسمي توګه په دې هکله څه نه دي ویل شوي.

ځايي اوسېدونکي وايي، د دې کلي سلګونو کورونو ته په نښتو کې زیان اوښتی او ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکي له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شوي دي.

ارزو د غزني او پکتیکا ولایتونو تر منځ د لویې لارې اوږدو کې پروت کلی دی، چې له دې مخکې پکې پنځه امنیتي پوستې فعالې وې، خو د غزني ولایتي شورا غړي وايي، دا وروستیو کې دغه ټولې پوستې یا سقوط شوې او یا له سیمې پر شا شوې دي.