د برېښنایي تذکرو وېش کې ډېروالی؛ "ورځ کې شل زره تذکرې وېشل کېږي"

- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي، کابل
د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، اوس په ورځني ډول شل زره برېښنايي تذکرې وېشي. تر دې وړاندې نوموړې ادارې په ورځ کې د ۸ زره تذکرو د وېش وړتیا لرله.
دغه اداره وايي، که له برېښنايي تذکرو ګټه اخیستنه ډېره شي، ورسره به اداري کارونه چټک، روڼتیا ډېره او د حکومت او خلکو اضافي وخت او زېرمو په لګښت کې کمې راشي.
چارواکي وايې، وروستیو کې د برېښنايي تذکرو اخیستلو ته د افغانانو لیوالتیا ډېره شوې ده، چې په وینا د خلکو د دغې لیوالتیا ته په کتو یې په ۳۴ ولایتونو کې د برېښنا تذکرو د ویش مرکزونه ډېر کړي دي.
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویاندې روبینا شهابي بي بي سي ته وویل، تر اوسه څه باندې دوه میلیون برېښنایې تذکرې وېشل شوې دي.
د اغلې شهابي په وینا ''په ورځ کې د شل زره برېښنايي تذکرو د وېش لاملونه دا دي چې په کابل او ولایتونو کې د وېش مرکزونه پام وړ ډېر شوي او کاري ځواک هم د پخوا پرتله ډېر شوی دی. ''
اغلې شهابي زیاته کړه چې د راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال تر وري میاشتې پورې به د برېښنايي تذکرو د وېش اوسنۍ کچه په ورځ کې ۴۰ زرو ته لوړه شي.
د برېښنایي تذکرو اخیستو کې پېچلتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې یو شمېر کسان د برېښنایې تذکرو اخیستلو بهیر پېچلې بولي او په وینا یې د دغې تذکرو اخیستلو پر مهال په اوونیو په ادارو کې سرګردانه وي.
د احصائیې او مالوماتو ملي ادارې په وینا اوس په ایران کې افغان کډوالو ته د تهران په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د افغانستان برېښنایې تذکرو د وېش اسانتیاوې برابرې شوې او په پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې په عربي متحده اماراتو او پاکستان کې هم میشتو افغان کډوالو ته د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.
تېره اوونۍ د احصائیې او مالوماتو ملي ادارې اعلان کړی و چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ د وېش سیستم د برېښنايي تذکرو له سیستم سره وصل کړی.
یادې ادارې ویلي وو، د دغه کار ګټه به دا وي چې له دې وروسته که څوک برېښنايي تذکره ولري او له بهرنیو چارو وزارته پاسپورټ ترلاسه کوي نو بیاځلي بایمیټریک، د تذکرې تائید او د اضافې فورمونو ډکولو ته به اړتیا نه وي او په لنډ موده کې به پاسپورټ ترلاسه کړي.











