نوره نړۍ کې ژمی، خو اسټرالیا کې د ګرمۍ نوی رېکارډ

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې په افغانستان او د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې د ژمي د سړې هوا څپې پیل شوې دي، د اسټرالیا په سیډني ښار کې د یکشنبې پر ورځ د ګرمې هوا یو نوی رېکارډ جوړ شو.
د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې په سیډني کې د هوا د تودوخې درجه څه باندې ۲۵ سانتي ګرېډ وه، چې د یکشنبې غرمه مهال ۴۰ سانتي ګرېډ ته ورسېده.
دا په ثبت شوي تاریخ کې په دې ښار کې د نومبر میاشتې تر ټولو توده ورځ بلل شوې، حال دا چې هلته د (اوړي) رسمي پیل ته لا هم څو ورځې پاتې دي.
تمه کېږي چې د راتلونکې سې شنبې پر ورځ به هوا تر دې هم ګرمه وي، او په نیو ساوت وېلز ایالت کې وار د مخه ځای ځای ځنګلي بوټو اور اخیستی.
همدا راز په وېکټوریا او ساوت اسټرالیا ایالتونو کې هم د شنبې او یکشنبې پر ورځ هوا سخته ګرمه وه.
د اسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وایي، سږ کال نومبر میاشت کې بارانونه نه دي شوي، خو شونې ده چې دا به ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو ګرمه نومبر میاشت وي.
یاده دې وي چې له دې وړاندې په سېډني کې د تر ټولو ګرمې ورځې رېکارډ په ۱۹۶۷ کال کې جوړ شوی و. له دې ښاره ترلاسه شوي انځورونه ښیي چې ګڼ شمېر خلک د سمندر غاړو ته تللي دي.
د سختې ګرمۍ له لاسه ځنګلي اورونه پیل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ځایي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې ټولنیز واټن ته پام وکړي او د کورونا وېروس پر خطر دې سترګې نه پټوي. خو له ترلاسه شویو انځورونو ښکاري چې ډېر لږ خلک د چارواکو د سپارښتنه جدي بولي.
چارواکو همدا راز په ځینو ایالتونو کې د ځنګلي اورونو لګېدو خبرداری هم ورکړی دی. یاده دې وي چې اسټرالیا کې په تېر اوړي کې هم د ځنګلي اورونو له کبله ۲۴ میلیونه هکتاره ځمکه زیانمنه شوې وه.
په هغو اورونو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل شول، کابو درې زره کورونه ویجاړ شول او همدا راز مارغانو او ځنګلي ژویو ته یې هم زیان واړولو.
د تېر اوړي زیانونو ته په کتو سره ځایي چارواکو سږ کال وار د مخه خلکو ته ویلي چې د ځنګلي اورونو له کبله بېړني حالت ته دې چمتو اوسي.










