د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د پولیسې د جنسي ځورونې ادعاوې پلټو

د عکس سرچینه، Ahmadi
د افغانستان پلازمېنه کابل کې یوه پولیسه په ویډيو کې دعوه کوي چې بیا بیا خپلو مدیرانو له جنسي پلوه ځورولې او ناروا غوښتنې یې ترې کړې دي.
فاطمه احمدي- چې ځان د کابل د نهمې حوزې د کشف برخې کارمنه بولي- خپل فیسبوک کې د ۱۴ دقیقه يي ویډيو خپرولو سرهوايي، له تېر کال راهیسې یې بیا بیا په دې تړاو مختلفو ادارو ته شکایت کړی، خو ځای یې نه دی نیولی.
دغه پولیسه له ولسمشر او کورنیو چارو وزیر غواړي چې اول کارځی کې د پولیسو امنیت خوندي او بیا د پولیسو کرښو ته ښځې وهڅوي:
"ښاغلی ولسمشر او د کورنیو چارو ښاغلی وزیر تاسو خو ښځې هڅوئ چې پولیسو ته راشئ، تاسو یې اول امنیت ونیسئ. اوه کاله کېږي چې ما خدمت کړی، بهر د قاتل له لاسه ورځ نه لرم او کارځی کې مې د خپل امر له لاسه ورځ بده ده. "
د دې ویډو پای کې فاطمه احمدي وايي، په نظام کې له بې عدالتۍ او قانون ماتولو زړه بدې شوې او له همدې امله کارت سوځوي او دنده پرېږدي.

د عکس سرچینه، Ahmadi
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغې پولیسې باید له ویډیو خپرولو مخکې د خپلو ستونزو په هکله وزارت ته مراجعه کړې وی.
د دې وزارت ویاند طارق ارین په خبره، اړوند څانګې به دا مسله په کلکه څاري:
"د دې مسلې د هر اړخیز ارزولو ته وخت پکار دی. هرڅوک چې مسوول وي قانون به پرې پلی شي."
په نظامي او ملکي ادارو کې د افغان مېرمنو جنسي ځورونې رپوټونه نوې خبره نه ده.
تېر کال په لوړه حکومتي کچه د جنسي ځورولو رپوټونه ور کړل شوي وو.
سره له دې چې افغان چارواکو دا ډول رپوټونه رد کړل، خو یوې کارمنې بي بي سي ته وویل، د ادارې مشر یې- چې یو وزیر و- بیا بیا دا ډول غوښتنې ترې کولې.









