پر افغان امنیتي‌ ځواکونو د "بچه بازۍ" تورونه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل کلنی رپوټ خپور کړ

afghanistan

د عکس سرچینه، Gettyimges

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق په اړه د ۲۰۲۰ کال لپاره په خپل کلني‌ رپوټ کې ویلي،‌ افغان امنیتي‌ ځواکونو له کم عمره ماشومانو د بچه بازۍ لپاره کار اخلي او افغان حکومت د دې کار مخنیوي لپاره هغسې چې پکار وه، ګامونه نه دي‌ پورته کړي.‌

په دې رپوټ کې د انساني قاچاق د یو شمېر قربانیانو له خولې ویل شوي، افغان چارواکو د دوی د قضیو مخ ته وړلو په بدل کې ورنه د جنسي اړیکو غوښتنه کړې، او پر ځینو یې ان جنسي تېری کړی.

رپوټ وایي، کله چې دې قربانیانو د دې کار پر ضد غږ پورته کړی نو زندان ته استول شوي‌ دي.‌

په رپوټ کې راغلي‌ چې افغان حکومت د انساني قاچاقو قربانیان نیولي، سزا یې ورکړې او ان د "بد اخلاقۍ" په تور یې زنداني‌ کړي‌ دي.‌

افغان حکومت تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،‌ خو په تېر کې یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بچه بازۍ رپوټونه رد کړي‌ دي.

سیمه ییز چارواکي یې مني، خو وزارت یې ردوي:

رپوټ وایي، د ولایتونو په کچه سیمه ییز چارواکي ښکاره اعتراف کوي‌ چې د افغان پولیسو ځینې قومندانان، په ځانګړې توګه هغه چې په لېرې پرتو سیمو کې امنیتي پوستې لري، هلکان د بچه بازۍ لپاره کاروي‌ او همد راز ماشومان د پوځي دندو لپاره ګوماري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او نور جګپوړي‌ چارواکي‌ د پولیسو په لیکو کې د بچه بازۍ خبره ردوي‌ او په دې اړه پلټنې هم نه کوي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدا راز افغان حکومت تورن کړی چې د انساني قاچاق مخنیوي لپاره په تر ټولو ټیټ معیار هم پوره نه دی او له همدې کبله دا ځل په درجه بندۍ کې نور هم ښکته لوېدلی او دریمه درجه کې شمېرل شوی.‌

ځینې مثبت ګامونه اخیستل شوي:

که څه هم رپوټ افغان حکومت په ټوله کې دې برخه کې په بې کفایتۍ تورنوي، خو ځینو هغو ګامونو ته یې هم اشاره کړې چې د افغان حکومت لخوا پورته شوي.‌

رپوټ د بېلګې په توګه وایي‌ چې افغان حکومت د انساني قاچاقو ځینې قربانیان مالوم کړي، یو شمېر قاچاقبر یې محاکمه کړي، چې په بچه بازۍ او تښتونې تورن دوه تنه هم پکې شامل دي،‌ او همدا راز د ولایتونو په کچه یې د قاچاق مخنیوي لپاره افسرانو ته روزنه ورکړې.‌

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، رپوټ وایي، کله چې دې قربانیانو د دې کار پر ضد غږ پورته کړی نو زندان ته استول شوي‌ دي.‌

رپوټ همدا راز زیاتوي چې افغان حکومت د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو خوندیتوب لپاره ځانګړې ډلې ګومارلې دي او د همدې ډلو له کبله په پولیسو کې د ۳۵۷ ماشومانو د ګومارنې مخه نیول شوې ده.‌

رپوټ په لوګر کې د ښوونځي پر ماشومانو د جنسي تېري قضیې ته هم اشاره کړې او وایي، افغان حکومت تر دې دمه په دې قضیه کې ۲۰ تنه مالوم کړي، ۹ یې نیولي دي‌ او دوه تنه یې محاکمه شوي‌ هم دي.‌

خو رپوټ وایي، له دې ګامونو ور هاخوا وضعیت بد دی او افغان حکومت د ملي اردو،‌ ملي پولیسو او محلي پولیسو هېڅ افسر د بچه بازۍ په تور نه دی محاکمه کړی.‌

رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت، د ملي‌ دفاع وزارت او ملي امنیت خبره هم راخیستل شوې ده چې په خپلو لیکو کې یې د ماشومانو ګومارنې او له هغوی د کار اخیستنې رپوټونه رد کړي‌ دي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر افغان حکومت غږ کړی چې دې لړ کې په پراخه کچه جنایي‌ پلټنې ډېرې کړي او قضیې وڅېړي، په ځانګړې توګه هغه قضیې چې افغان امنیتي‌ ځواکونه پکې ښکېل دي.‌