افغانستان کې ځینې درمل ولې ګران شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, ننګرهار
افغانستان کې خلک او ځینې ناروغان په وروستيو اونیو کې د درملو د بیو له ډېر لوړېدو شکايت کوي.
دوی وايي، عادي درمل، پرستامول، سېروم، د ويټامين سي ګولۍ او ځېنې نور درمل په تېر کې ډېر او بيې ارزانه وې، خو اوس څو برابره قيمته شوي او په ځېنو درملتونونو کې نه موندل کېږي.
رحمان د کابل يو له هغه اوسېدونکو دی چې څه موده وړاندې یې پلار په کورونا د اخته کېدو له امله په افغان جاپان روغتون کې بستري او بيا يې په همدې روغتون کې ساه ور کړه.
نوموړی وايي په هغو ورځو کې چې پلار يې د روغتون په بستر پروت و، د روغتون شاوخوا ځينې درمل د نه منلو تر بريده قيمته و.
"دوه قلمه دوا چې ما چک کړه، قيمت یې پنځه سوه افغانۍ و، خو د افغان جاپان روغتون شاوخوا درملتونو کې په ۲ زره افغانۍ پلورل کېږي. د کورونا لپاره ځينې درمل لکه پرستامول، ويټامين سي او اکسیجن بيې ډېرې لوړې دي".
په کابل کې د يو درملتون څښتن عادل میرزايي د درملو د بيو لوړېدو لامل د خلکو ډېره پېرنه او غوښتنه او په بازار کې د درملو کمی يادوي:
"مخکې موږ د تقویې شربت ترميتابول په شپيته پېره اتيا مو پلوره خو اوس يې خپله په سل افغانۍ اخلو. جوشي ګولۍ به مو مو پخوا په ۴۰ اخېستې اوس یې په سل اخلو، کله کله لا بازار کې نه موندل کېږي. پرستامول مخکې په ۴ افغانۍ موږ پېرلې اوس یې قيمت ۲۰ افغانۍ شوی دی".

د عکس سرچینه، MOPH
د افغانستان عامې روغتيا وزارت او د درملو اتحادیې د درملو د بيو د لوړېدو لامل د سيمې او نړۍ په هېوادونو کې د کرنتين وضيعت رامنځته کېدل او هېوادونو ترمنځ ځمکنيو، هوايي او بحري لارو تړل کېدل بولي.
خو د افغانستان د درمليزو خدمتونو د ټولنې مشر نعمت الله تواب ستانکزی يې اصل لامل پر درملو اخېستلو د خلکو د ګڼې ګوڼې جوړېده ګڼي.
په همدې حال کې د روغتيا وزارت په نړېواله کچه د درملو د بيو لوړېدو او افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله د درملو د قيمته کېدو په منلو سره له خلکو غواړي، چې په لوړه بيه د درملو د پلورونکو په نښه کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
درملو او روغتيايي توکو د تنظیم ملي ادارې د سرويلانس سلاکار ادم خان عزيزي بي بي سي ته وويل، هغه درمل پلورنځي چې درمل له خپلې بيه لوړ وپلوري بې پوښتنې نه پاتې کېږي.
"موږ ګرځنډ ټيمونه لرو، هغوی څار کوي، خو د کارکوونکو شمېر مو کم دی. هېوادوال دې مرسته وکړي. هرڅوک چې دوا په لوړه بيه وپلوري، درملتون يې تړو او قانوني چلند ور سره کوو".
افغانستان ډېر درمل له نورو هېوادونو واردوي. چارواکي وايي، ډېر درمل او طبي توکي له چين، هند، پاکستان، ايران، ترکيه، ایرلینډ، امارات او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو راوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د درملي خدمتونو ټولنه هر کال د راوړل کېدونکو درملو او طبي وسايلو ارزښت ۷۰۰ مېليونه ډالر بولي چې وایي اتيا سلنه يې له چين او هند راځي.
يو شمېر شرکتونه چې په افغانستان کې درمل جوړوي، خام توکي یې له نورو هېوادونو را وړي چې د دې ټولنې په وينا د بندرونو په تړل کېدو سره د موادو د نه رسيدو له امله د ډېری شرکتونو چارې هم درېدلې دي.
په ورته حال کې د افغانستان روغتيا وزارت هيله من دی چې په درملو بار ګاډو په را رسيدو چې د وزارت په وينا د لارې په اوږدو کې دي او د هوايي لارو په پرانستل کېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د درملو بيې عادي او تېر حالت ته وګرځي.








