پروان او خوست کې پر جوماتونو بریدونه؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي

بریدونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حکومت او طالبان د دې بریدونو پړه پر یو بل ور اچوي

سې شنبه ماسخوتن ناوخته د پروان ولایت مرکز چاریکارو په خلازیو سیمه کې پر یو جومات برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي‌ دي.‌ بل لور ته خوست کې هم د تراویح پر مهال پر جومات برید کې لږ تر لږه ۳ لمونځ کوونکي وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروا امیني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلی چې "ترهګرو" د پروان ولایت چاریکارو کې پر جومات برید کې اته کسان وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دې برید پړه پر افغان ځواکونو ور اچولې ده.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې برید د ملي امنیت ځواکونو لخوا شوی دی او ۹ کسان یې وژلي دي.‌

ویل کېږي چې یاده سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده او خپلواکو سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.‌

بله خوا د خوست والي ویاند طالب منګل وایي، سې شنبه ماسخوتن ۹ بجې د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې د تراویح لمونځ پر مهال پر لمونځ کوونکو وسله وال برید شوی.

af

د عکس سرچینه، Gettyimages

د عکس تشریح، یوناما پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي

ښاغلی منګل وایي، په دې برید کې درې تنه وژل شوي او یو تن ماشوم ټپي شوی دی.

د خوست والي ویاند هم د دې برید پړه پر "وسله والو مخالفینو" ور اچولې ده.

خو تر دې دمه طالبانو یا کومې بلې ډلې د خوست برید په اړه څه نه دي ویلي.‌

دا وروستي بریدونه په داسې مهال کېږي چې سې شنبه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر افغان حکومت او طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې پړه ور واچوله او پر دواړو خواو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي.

افغان حکومت د یوناما رپوټ په ځواب کې ویلي چې د ډېری ولسي مرګژوبلې مسولیت طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته ور اوړي.‌

طالبانو هم د یوناما رپوټ د تېر په څېر یو ځل بیا رد کړی او وایي، دا ډله د ولسي وګړو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره پوره هڅه کوي.‌