تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شوروي يرغل څلوېښتمه کلیزه: د هغه مهال مجاهدینو سره بنډار
څلوېښت کاله مخکې چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ نو کلیو او بانډو کې خلکو مقاومت ته مخه کړه، څه وسلې یې چې لرلې د سرو لښکرو په مقابل کې يې کارولې.
نارینهو سنګرونه سمبال کړل او ښځو یا ډوډۍ ورپخوله، یا يې وسلې ور رسولې او یا يې هم د کور ماشومان خوندي ځايونو ته رسول.
د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې داسې نوم ورکي نارينه او ښځې شته چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې یې مهم رول لوبولی دی. دوی وايي، د شورويانو پر ضد مقاومت ټولو افغانانو کړی خو دعوا یې د ګوتو په شمېر څو کسان کوي.
نورګل شفق د پکتیا د اریوب ځاځيو ولسوالۍ د همداسې يوه کلیوال جهادي قومندان میرعالم حقپال حجرې ته ورغلی او ځينو پخوانیو مجاهدینو سره يې خواله کړي.