ورځپاڼې: خلیلزاد د افغانستان او پاکستان د اړیکو سمولو هڅه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان ورځپاڼې سيمې ته افغان سولې لپاره د امريکا د استازي زلمي خليلزاد سفر ته کتنه کړې او وايي داسې برېښي چې امريکا د افغان جگړې ختمولو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پر ښه کولو خپل پام ور ټول کړى.
ورځپاڼه وايي دا خبره د ښاغلي خليلزاد له وروستي پيغام چې تېره دوشنبه خپور شوى څرگندېږي.
د ورځپاڼې په خبره ښاغلي خليلزاد خپل پيغام کې ويلي چې د سولې په تړاو د اجماع پر لا ډېرولو، سيمه ييزو اړتيا و او د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې د وروستيو خوځښتونو په تړاو يې له ولسمشر غني سره خبرې کړي دي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ولسمشر غني د جون پر ٢٧ پاکستان ته سفر وکړي. ورځپاڼې پاکستان ته د ښاغلي خليلزاد وروستي سفر ته هم اشاره کړې چې د پوځ له مشر قمر جاويد باجوه او لومړي وزير عمران خان سره یې ناستې درلودې.
ورځپاڼه کاږي پاکستان رضايت ښوولى چې له افغان چارواکو سره ناستې لپاره د طالبانو په هڅولو کې رول ولوبوي. خو وايي طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ ناستې ډډه کړې.
گارډين ورځپاڼه وايي داسې رپوټونه شته چې ادعا کوي د شمالي کوريا فقيد ميرنى ورور کېم جونگ نام د امریکا د استخباراتو ادارې سي. اى. اې مخبر و. کېم جونگ نام دوه کاله وړاندې ماليزيا کې ووژل شو.
وال ستريت ژورنال تېره دوشنبه د داسې يوه کس په وينا چې له نوم ښوولو يې ډډه کړې او له دغې موضوع خبر و ليکلي چې د کېم جونگ نام او د امريکا د څارگرې ادارې سي اى اې ترمنځ اړيکې وې خو د نوموړي د اړيکو په تړاو ډېر جزييات ناڅرگند دي.
د دغې سرچينې په وينا کېم د ٢٠١٧ په فبرورۍ کې ماليزيا ته تللى و چې د سي ای اې له يوه کس سره وگوري. ورځپاڼه وايي دا به ښايي د دغه سفر يوازينۍ موخه نه وه، خو گڼو پخوانيو امريکايي چارواکو ويلي د کوريا د ولسمشر ميرني ورور په پيونگيانگ کې د واک کوم پېژندل شوى مرکز نه درلود او ډېرو کلونو لپاره له شمالي کوريا بهر و نو ښايي دا وړتيا يې نلرله چې د دغه مرموز يا راز ساتونکي هېواد د حکومت دننه کړنو په تړاو دې مالومات ورکړي.
دغو چارواکو دا هم ويلي نژدې يقيني ده چې کېم جونگ نام د چين په گډون د نورو هېوادونو استخباراتي ادارو سره په تماس کې و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټايمز اف انډيا ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې څنگه يوې هندوې نجلۍ د لنډغرو له يوې ډلې يوه مسلمانه کورنۍ وژغورله.
ورځپاڼې ليکلي دغه کورنۍ په گاډي کې له دغې هندوې نجلۍ سره چې کورنۍ اړيکي يې لرلې روانه وه چې يو شمېر موټر سايکل سپرو يې پر گاډي بريد وکړ.
شفيع محمد عباسي په نامه دغه کس ورځپاڼې ته ويلي دغو کسانو د ده، د ده د لور او د گاډى چلونکي پر لور گوزارونه پيل کړل چې د پوجا چوهان په نامه دغه هندوه نجلۍ کښته شوه او د دوى پر وړاندې ودرېده کله چې هغوى دا نجلۍ وليده نو يو کس يې خپل دريځ نرم کړ د دوى د گاډي کونجي يې بېرته ورکړه او له سيمې د سملاسي وتلو لارښوونه يې وکړه.
خليج ټايمز ورځپاڼې د يوه ٢٨ کلن سړي کيسه راخيستې چې سعودي عربستان کې د گاډي په ټکر کې مړ شوى. ورځپاڼې ویلي د حيرانۍ خبره دا ده چې د دغه وگړي پلار هم ١٤ کاله وړاندې په همدې ځاى کې د گاډي په ټکر کې وژل شوى و.
د وژل شوي کس تره ورځپاڼې ته ويلي چې ورور يې څوارلس کاله وړاندې د گاډي په ټکر کې ټيک په همدې ځاى کې چې وراره يې ووژل شو، خپل ژوند له لاسه ورکړى و.








