افغان ولسمشر په شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره استانا ته تللی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ولسمشر اشرف غني د شانګهای تړون سرمشریزه کې د کوربه هېواد پر ولسمشر سربېره د روسیې، چین او د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره ګوري.
ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر په ګډون له یوه جګپوړي پلاوي سره په دې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنه استانا ته لاړ.
د ارګ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې ولسمشر به د قراقستان په دغه دوه ورځني سفر کې د شانګهای سرمشریزه کې وینا وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه به د دې تړون د غړو او څارونکو هېوادونو له ځینې مشرانو سره جلال جلا وګوري او د خپلمنځي د اړیکو او همکارۍ پر پراخولو به ور سره خبرې وکړي.
د چین له ولسمشر سره لیدنه
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې اشرف غني د کوربه هېواد له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.
"ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر سره لیدلي او په مختلفو برخو کې یې د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا ور سره خبرې کړې دي. "
د نوموړي په خبره، ولسمشر غني به د چین پر ولسمشر سربېره ښايي د روسیې له ولسمشر او د نورو هېوادونو له مشرانو سره هم لیدنې ولري او د اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر زیاتولو به ور سره وغږېږي.
د شانګهای همکاریو تړون دا دوه ورځنۍ غونډه د پنجشبې په ورځ پیل شوې او جمعه به هم روانه وي.
شانګهای تړون؟
- دا د شانګهای تړون ۱۷ سرمشریز ده.
- شانګهای تړون د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره جوړ شوی دی.
- دا تړون پر ۲۰۰۱ کال د چین، روسیې، قزاقستان،قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړ شو او اصلي غړي هېوادونه یې دي.
- خو چین او روسیه په دغه تړون کې مهم رول لري.
- پر ۲۰۰۴ کال منګولیا یا مغولستان هم د دغه تړون څارونکی غړی شو شو.
- پر ۲۰۱۲ کال افغانستان، هند، ایران او پاکستان د دې تړون څارونکي غړي شول.








