حکمتیار د کابل چاودنې عاملان د پردیو مزدوران وبلل

د غږ تشریح، ګلبدین حکمتیار په کابل کې د ښځو یوې غونډې ته وویل، د دا ډول کسانو زړونه له سکروټو او سرونه يې له زهرو ډک دي.

د حزب اسلامي مشر د کابل د وروستۍ چاودنې عاملان اُجرتي وژونکي وبلل.

ګلبدین حکمتیار په کابل کې د ښځو یوې غونډې ته وویل، د دا ډول کسانو زړونه له سکروټو او سرونه يې له زهرو ډک دي.

نوموړی په افغانستان کې اوسنۍ جګړه له بهره تپل شوې بولي او په مقابل کې یې افغانان یوموټي کېدو ته رابولي.

د حزب مشر دغه راز وویل چې افغان مېرمنې له ټولو انساني او اسلامي حقونو بې برخې شوې دي.