ولسمشر ټرمپ غني سره ټیلفوني خبري کړي

د عکس سرچینه، AFP
د سپینې ماڼۍ رسنیز دفتر وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغان سیال اشرف غني سره په ټلیفوني اړیکه کې د چهارشنبې ورځې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواشیني وښوده.
د سپینې ماڼۍ بیان وایي، چې ښاغلي ټرمپ دغه برید وغاونده، چې لږ تر لږه ۹۰ کسان پکې مړه او له ۴۶۱ ډېر ټپیان شو او دا پېښه یې "ترهګریز برید" وبلله.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په رسمي فیسبوک پاڼه کې په دې تړاو د افغان او امریکايي ولسمشرانو ترمنځ د خبرو یادونه کړې ده.
ارګ د ډونلډ ټرمپ له خولې لیکلي، چې متحده ایالتونه د افغان حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دي.
سپینې ماڼۍ هم په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې په کابل کې د امریکا سفارت له افغان ملګرو سره د دې "جنیاتکار برید" د عاملانو د تعقیبولو او له قربانیانو سره یې د مرستې لپاره کار کوي.

د عکس سرچینه، .
د افغانستان ملي امنیت وايي، چې د چهارشنبې ورځې برید په پاکستان کې حقاني شبکې پلان کړی و.
د دې ادارې په خبره، "د کره استخبارات واو د پېښې د لومړنیو موندونو له مخې د ای اېس ای په نېغه لارښوونه او همکارۍ حقاني شبکې دا برید پلان کړی و".
په مقابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر دغه پېښه خواشیني ښودلې ده.
وسلوالو طالبانو هم دا برید ونه مانه او ویې غانده، تراوسه کوم لوري د دې برید مسوولیت نه دی منلی او نه هم معلومه ده چې موخه یې څه وه.
د برید غندل

د عکس سرچینه، Reuters
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په ټوېټر کې لیکلي، چې په روژه میاشت کې دغه برید ټکان ور کړی دی.
"هغه کسان غندم چې دا برید یې کړی، موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانانو سره یو".
د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ټروډو هم په ټوېټر کې دا برید غندلی.
د ناټو سرمنشي د برید په غندلو سره ویلي، چې ناټو د ترهګرۍ ضد جګړه کې د افغانستان ملګرې ده.
د جرمني سفارت هم ویلي چې دا برید غندي، ځکه چې بې ګنا خلک پکې په نښه شوي دي.
په دغه برید کې د جرمني د سفارت یو ساتونکی وژل شوی او څو کارمنان یې ټپیان شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم دا برید غندلی او ویلي یې دي چې ترهګریز بریدونه هر چېرته او د هر چا له خوا د غندنې دي.
د هند لومړي وزیر هم په خپل ټوېټر کې د دې برید په غندلو سره ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ له هر ډول سره په مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.
د برید مالي زیان

د عکس سرچینه، .
د کابل سرپرست ښاروال وايي، په وزیر اکبر خان مېنه کې د چهارشنبې ورځې موتر بم چاودنې له امله له یو تر څلور میلیارد افغانیو تاوان اوښتی دی.
عبدالله حبیبي خبري غونډې ته وویل، د دوی لومړنی اټکل دا تاوان یو میلیون افغانۍ اټکلوي، خو وېره شته چې تر څلور میلیارد افغانیو تاوان رسېدلی وي.
د نوموړي په خبره، پرونی موټر بم په خپل ډول کې بې ساری و، نه یواځې شاوخوا ته یې ودانۍ یا دېولونو وغورځول، بلکې تر څلور کیلومترو پورې یې ښیښې ماتې کړې دي.
د هغه په خبره، جرمني سفارت، روشن کمپني او یوه بله فرنېچر کمپنۍ خورا ډېرې زیانمنې شوې دي.
ښاروال وايي، د روانې ورځې تر پایه به سړکونو او پلې لارې جوړې کړې، خو زیاتوي چې زیانمنې شوې ودانۍ به تر راتلونکې دوشنبې ورغول شي.








