کابل کې پر یوه مېلمستون د وسله والو برید

وسله والو په کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې وژلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه یې وژلې او د یوه افغان ساتونکي سر یې غوڅ کړی دی.

هاخوا زابل ولایت کې په دوو جلا بریدونو کې ۲۰ پولیسه وژل شوي او څلور نور بیا ټپیان دي.

د دې دواړو پېښو نور حال له کابله زموږ همکاره آریا احمدزۍ راکوي.