کابل کې پر یوه مېلمستون د وسله والو برید

د ویډیو تشریح، وسله والو په کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې وژلي.

وسله والو په کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې وژلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو کابل کې پر یوه مېلمستون برید کړی، یوه جرمنۍ ښځه یې وژلې او د یوه افغان ساتونکي سر یې غوڅ کړی دی.

هاخوا زابل ولایت کې په دوو جلا بریدونو کې ۲۰ پولیسه وژل شوي او څلور نور بیا ټپیان دي.

د دې دواړو پېښو نور حال له کابله زموږ همکاره آریا احمدزۍ راکوي.