بادغيس کې يوه مېرمن په ډزو وژل شوې ده

د عکس سرچینه، AFP
وسلوالو طالبانو د افغانستان شمال لوېديځ ته په بادغېس ولایت کې د دې ډلې د غړو له خوا په صحرايي محاکمه کې د یوې مېرمنې وژل رد کړل.
له دې مخکې د بادغيس ولايت د پوليسو مشر عبدالروف تاج بي بي سي ته ويلي، طالبانو دغه ۲۵ کلنه مېرمن د ډسمبر پر ۱۷ نېټه د "دايزنګي" په سيمه کې د خلکو په وړاندې په ډزو ویشتلې ده.
خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له بي بي سي سره په خبرو کې په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او وایې په دې پېښه کې ښکېل کسان يې نيولي او سزا به ورکړي.
خو د بادغيس ولايت امنيه قومندان ويلي، "دغه مېرمن شيږ یا اته میاشتې وړاندې له خپل خاونده جلا شوې وه، طلاق يې ترې اخيستی او له بل چا سره يې واده کړی و. خو لومړي خاوند يې طالبانو ته مراجعه کړې وه او د طلاق له ورکولو يې انکار کړی و".
د بادغيس ولايتي شورا غړی محمد ناصر نظري بيا وايي، چې د دې ښځې پخوانی مېړه خپله له طلاق سره "موافق و او له ايرانه يې په غيابي ډول طلاق کړې وه".
خو د ده په وينا کله چې له ايرانه بېرته راستون شو، ويل يې دا پرېکړه نه منم او طالبانو ته يې مراجعه کړې وه. د طالبانو يوې محکمې پرېکړه وکړه چې ښځه دې له نوي مېړه جلا شي او د خپل پلار کور ته دې ولاړه شي.
ښاغلي نظري زياته کړه، دغې مېرمنې دوه ماشومان هم خپل مېړه ته سپارلي وو او د خپل پلار په کور کې وه چې طالبان په يوه صحرايي محاکمه کې ووژله.
خو وسلوالو طالبانو بي بي سي ته په استولې اعلامیه کې هم لیکلي: "د محکمې بهیر روان وو، چې دوه شپې وړاندې لومړی خاوند له ۲ نورو مسلحو کسانو سره د ښځې د پلار کورته په شپه کې ورځي او ښځه وژني".
د دي اعلامیي له مخي: "کله چې سهار مجاهدین(طالبان) له پيښې خبر شول، قاتل او د هغه ۲ نور ملګري يې ونیول او محکمې ته يې وسپارل".
هغه ځای چې دغه پېښه په کې رامنځ ته شوې د حکومت له کنټروله وتلی او د طالبانو تر ولکې لاندې دی.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.








