د طالبانو حکومت سرپل کې د امو نفتي حوزې له اتو نویو څاګانو استخراج پیل کړی

امو نفتي حوزه

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو حکومت د افغانستان په سرپل ولایت کې د امو نفتي حوزې د اتو نویو څاګانو د استخراج پرانیسته کړې ده.

د طالبانو د لوموړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغو څاګانو د استخراج د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د نفتي څاګانو له استخراج سره به "په هېواد کې اقتصادي پرمختګ" رامنځ ته شي او تر څنګ به یې ګڼو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شي.

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په وینا، له افچین کمپنۍ سره تړون شوی چې تر درې کلونو به د اکتشاف چارې ترسره کوي، چې لومړی کال یې د راتلونکې جنورۍ میاشتې په پنځمه نېټه پوره کېږي او دوه نور کلونه یې لا هم پر ځای پاتې دي.

ښاغلی برادر وايي له دغو څاګانو د تېلو اېستلو بهیر له وخته مخکې پیل شوی، خو په وینا یې دوی دا کار د مجبوریتونو له امله کوي، "که څه هم دا له اصولو څخه خلاف کار دی، ځکه لومړی باید اکتشاف وشي او بیا استخراج، خو زموږ ځینې مجبوریتونه دي، ځکه موږ غواړو چې له دغه کانونو څخه ژر تر ژره ګټه واخلو او د خلکو له اقتصاد سره مرسته وشي."

د ملا برادر په وینا د تېلو استخراج چارې به نورې هم پراخې کړي، "تر مخه مو چې په دې سیمه کې د تېلو څاګانو پرانیسته کړې ښايي اوس یې شمېره اتو ته رسېدلې وي او ښايي اووه نورې څاګانې هم ژر ترژره فعالیت ته اماده شي، چې انشاالله استخراج به ترې شروع کېږي."

ښاغلي برادر ویلي په هغو ولایتونو کې چې له کانونو استخراج کېږي، باید د هماغه ولایت وګړي په پام کې ونیول شي او لومړیتوب ورکړل شي.

د معلوماتو له مخې دا مهال د امو سیند په نفتي حوزه کې ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارګر په مستقیمه توګه کار کوي، چې د طالب چارواکو په وینا د نویو څاګانو له فعالېدو سره به یې شمېر نوره هم زیات شي.

نژدې یو کال وړاندې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت،‌ د سي پي ای ای سي په نامه له یوه چینايي شرکت سره یې د امو نفتي حوزې د تیلو استخراج تړون لاسلیک کړی و.

امو نفتي حوزه

د عکس سرچینه، Taliban

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت په وینا،‌ د تېلو دغه زیرمې د افغانستان په درېیو شمالي ولایتونو، سرپل، جوزجان او فاریاب کې پېژندل شوي چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

د پرځول شوي جمهوري حکومت پرمهال هم په دغه حوزه کې د نفتو د استخراج تړون د چین له سي پي این سي ای په نامه له کمپنۍ سره لاسلیک شوی و.

دغې کمپنۍ لومړی په ۲۰۱۲ کال کې د ګازو لومړنی استخراج پیل کړ ، خو وروسته یې تړون له ننګونو سره مخ شو.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وړاندې ویلي و، چینايي شرکت به په دغه برخه کې د پیل په یوه کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي چې په دريیو کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي.