کرېکټ نړيوال جام: افغانستان شري لنکا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړيوال جام کې افغانستان له شري لنکا په اوو وېکټو سيالي وګټله.

افعانستان د پچې له ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه او شري لنکا په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۲۴۲ منډې هدف ورکړ چې افغانستان په ۴۶ اور کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او بريا يې په خپل نامه کړه.

د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي څلور وېکټې واخيستې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ مجیب الرحمن درې، راشد خان او عظمت الله عمرزي یوه یوه وېکټه واخیسته.

د شري لنکا له لوري تر ټولو ډېرې منډې پتم نیسانکا ۴۶ وکړې. کسال منډېس ۳۶ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې (۷۳) منډې وکړې. د ده تر څنګ رحمت شاه ۶۲، حشمت الله شهيدي ۵۸ او ابراهيم ځدراڼ ۳۹ منډې جوړې کړې.

کرېکټ افغانستان - شري لنکا

د عکس سرچینه، ACB

د شري لنکا لومړی لوبغاړی ډیموت کرونارتنی فضل الحق فاروقي وسوځاوه. تر شپږو اورونو وروسته د شري لنکا ټولې منډې ۲۲ ته رسېدلې دي.

په توپ نیونه کې د اکرام علي خېل ګوته خوږ شوه او کیپینګ رحمن الله ګوربز وکړ.

دغه سیالي د هند په پونې لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په وینا ټول تمرکز یې پر خپلې نننۍ لوبه دی. او زیاتوي د شري لنکا پر وړاندې سيالۍ ته چمتو دي.

کرېکټ افغانستان - شري لنکا

د عکس سرچینه، ACB

د تېرې لوبې پرتله ټيم کې یوازې یو بدلون راغلی و، د نوراحمد پر ځای فضل الحق فاروقي بېرته لوبډلې ته راغلی.

په تېر یوه کال کې افغانستان او شري لنکا ډېرې لوبې سره کړې دي او د یو ورځنیو لوبلړۍ هم افغان لوبډلې ګټلې وه.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې د انګلنډ او پاکستان پر وړاندې دوې تاريخي برياوې لرلې. دا لومړی ځل و چې افغانستان په يو ورځنيو لوبو کې دغو دواړو لوبډلو ته ماته ورکوي.

د کرېکټ نړيوال جام د جدول له مخې افغانستان اوسمهال په پنځم نمبر دی که د لومړي پړاو سياليو کې د سر په اتو لوبډلو کې راشي، د راتلونکې چمپينز ټرافۍ سياليو ته به لار ومومي.

که چېرې افغان لوبډله چمپينز ټرافي ته ووځي دا به لومړی ځل وي چې دغه لوبډله به په دې سياليو کې ګډون کوي. د چمپينز ټرافۍ سيالۍ په ۲۰۲۵ کال په پاکستان کې ترسره کېږي.