رشدي ابوالعوف: زما لوڼې غزې ښار ته د ستنېدو غوښتنه کوي، خو زموږ مخکینی ژوند نه دی پاته

غزه جګړه

دوې ورځې وړاندې نژدې و، چې زما مېرمن او ماشومان وژل شوي وای.

دوی د غزې په خان یونس کې د یوې څلور پوړیزې ودانۍ تر ځمکې لاندې پوړ کې وو، هغه سیمه چې روغتون ته نژدې ده، زه په خیمه کې ویده وم.

کله چې دوی زما لیدو ته را روان وو، یوې اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې د ودانۍ پورتنۍ پوړ سوری کړی.

زما غبرګونو نهه کلنو لوڼو په کوڅه کې چیغې وهلې، په داسې حال کې چې د کنډوالو یوه ټوټه یې د مور په سر لګېدلې وه او هلته په ودانۍ کې پاتې وه.

خو له نېکه مرغه، زما د مېرمنې ټپونه جدي نه وو. خو زما لوڼې له روحي پلوه ځپل شوې دي او شوک یې لیدلی. هغه شپه، دوی خوب نشوای کولی او ژړل یې. مجبوره شوم یوه ډاکټر ته مې زنګ وواهه او پوښتنه مې ترې وکړه چې د هغوی د ویده کولو لپاره څه باید وکړم.

زما کورنۍ اوس شپه د هغې ودانۍ خوا ته تېروي چې وېشتل شوې ده او ډاډه نه دي چې دوی به د شپې به ارامه خوب وکړي.

زه، زما مېرمن، زموږ لوڼې او زموږ ۱۸کلن زوی د جګړې له پیل راهیسې په دوو اونیو کې د اسرائیلو د ګواښونو له امله څلور ځله له یوه ځایه بل ته لېږدېدلي یو، توشکې مو د موټر پر سر تړلې دي.

زما لوڼې باید د غزې په ښار کې خپلې ټولې لېوالتیاوې پرېږدي او سویل ته لاړې شي، ښوونځي، ملګري، د اس سپرلۍ کلب او د دوی د خوښې پیتزا پلورنځی.

په غزه کې اوس ژوند او مرګ یو شان دي. له هوا بمبارۍ دوام لري، ماشومان خو څه چې دا حالت ان د لویانو لپاره د زغم وړ نه دی. هېڅ نهه کلن ماشوم باید دا شرایط تجربه نه کړي.

زما لوڼې تل زما پر پښو پورې ځان نښلوي او په غېږ کې مې نیسي او هر هغه څه کوي چې دوی پکې د خوندیتوب احساس وکړي. د دې حالاتو رواني ټپونو درملنه به ډېر وخت ته اړتیا ولري، دوی ملاتړ ته اړتیا لري.

دوی دواړه له ما غواړي چې بېرته غزې ښار ته لاړ شو او نسبتا عادي ژوند ته ورستانه شو.

تر اوسني کړکېچ مخکې، زموږ ژوند د ۹۹ سلنه فلسطینیانو پرتله ښه و. دلته برېښنا محدوده ده، اوبه اکثرا پاکې نه دي او بهر وتل ستونزمن دي، ان د لنډ سفر لپاره هم.

داسې کسان هم شته چې له ۴۰ کلن ژوند وروسته هم له غزې وتلي نه دي.

خو موږ دومره طالعې لرلې چې کله ناکله به د یوې میاشتې لپاره یا ان د تفریحي سفر لپاره به مو د غزې تړانګه پرېښوده. په تېر دوبي کې موږ له استانبول، قبرس، مصر او اردن لیدنه وکړه، کله چې مې خپلو ماشومانو ته وویل، باید بېرته غزې ته لاړ شو، نژدې و چې وژاړي.

د غزې په ښار کې، موږ ۴۰۰ متره مربع لوی اپارتمان درلود. ډېری وخت به زه او مېرمن مې سهار د سمندر پر غاړه ګرځېدلو.

زوی مې پوهنتون ته لاړ او لوڼې مې ښه ښوونځي ته لاړې. هغوی د لامبو وهلو کلب او د اس سپرلۍ لپاره تللې. هر یوه یې خپل ایپډ یا ټابلیټ لري او یوټیوب یې پکې کوت. مازدیګر چې له کاره را ستېنږم خواږه او چاکلیټ ورته راوړم او له دوی سره لوبې کوم. ځینې وختونه دوی زما په بستره ویدې کېږي، زه یې په تیاره کې په غېږ کې را اخلم او خپلې خونې ته یې وړم.

اوس، زموږ هغه سیمه چې زما ماشومان پکې رالوی شوي د بمباریو له امله له خاورو سره خاورې شوې دي.

زیاتره شپې به زه د پرو یا قطو کولو او کافي څښلو لپاره د ملګرو کور ته تلم. موږ هڅه کوله، اوونۍ کې یو ځل له کورنۍ سره یو ښه رستورانت ته لاړ شو، هلته معمولا پیتزا پخېده او یا هم په ځانګړو لوښو کې یې غوښه پخوله. موږ ټولو له دې رستورانتونو سره مینه درلوده.

اوس د پیتزا پلورنځي له خځلو او کنډوالو پرته هېڅ نور څه نه دي پاته.

غزه جګړه

له ټولو ستونزو سره سره، موږ هڅه کوله له خپل ژونده خوند واخلو.

غزه تل د جګړې ډګر نه و، او کله چې د خوښۍ فرصت و، نو موږ ترې خوند اخیست. موږ یوځای پاتې کېږو، دا هغه اړیکه ده چې زما د میرمنې، لوڼو او زما زوی مینه ده چې ما پیاوړی ساتي، که هغه ښه یا بد حالت وي.

ان نن هم، د جګړې په منځ کې، موږ لاهم هڅه کوو چې که وکولای شو د خوښۍ شېبې ومومو.

کله چې زه په کار کې یم او ماشومان مې زما لیدو ته راځي، زما زغره او خولۍ اغوندي او خاندي. کله کله دوی مایکروفون اخلي او د خبریالانو اکټونه کوي.

خو د دوی لپاره به ژوند هېڅکله د تېر په شان نه وي. زما لوڼې د هغه ځایونو په اړه پوښتنې کوي چې د دوی په یاد دي، د هغه بازار په اړه چې موږ پکې توکي اخیستل. دوی په زاریو رانه غواړي چې بېرته لاړ شو، خو نه پوهېږي چې نشو کولای.

هره ورځ، ډاکټران او نور چې په شمال کې پاتې دي راپور ورکوي چې یوه بله ودانۍ ویجاړه شوې، په یوه بل سړک کې کنده جوړه شوې او د تیلو یو بل سټېشن کې چاودنه شوې.

وروسته له هغه چې زموږ د استوکنې موقته ودانۍ په نښه شوه، ما له هغوی سره ژمنه وکړه چې کله هر څه ارام شول، زه به یې له غزې څخه خوندي ځای ته یوسم. دوی په کافي اندازه قرباني ورکړې.

مخکې له دې چې موږ د غزې له ښاره وتښتو او د سلګونو زرو نورو خلکو سره جنوب ته لاړ شو، زه د کور کونجونو ته ورغلم او ټول هغه یادونه مې را یاد شول چې موږ هلته یوځای کړي وو.

ما خپلې مېرمنې ته مخ کړ او ورته ومې ویل: "دا ښکلی کور ته وګوره، موږ به هېڅکله بېرته راستانه نه راشو."

نن زه په خیمه کې ویده یم او د خپل عادي بستر په اړه فکر کوم، د سمندر په غاړه قهوه څښم.

اوس دا یوازې یو خوب او خیال دی.